سرمقالې

د دینـي قیـادت اصـلاح او روزنې تـه جـدي پاملـرنه پـه کار ده!

پرته له شکه چې دیني علماء، امامان، استادان او خطیبان د ټول امت مالګه ده، خو په اوسنۍ زمانه کې بیا د نورو په نسبت افغانستان کې د یادې طبقې اغېز او نفوذ خورازیات دی. دوی د عامو خلکو په زړونو کې ځکه ډېر ژور ځای لري چې د خپلې عقیدې اصول او ټولې دیني لارښوونې ترې زده کوي او خپل لارښوونکي یې ګڼي. زموږ هېواد او د افغان ملت ګردو پرګنو کې د دیني قیادت رول او ځواک له دې هم ډېرښه جوتیږي چې تېره یوه پېړۍ کې یې د انګریزانو، شورویانو او امریکایانو په څېر ځواکمنو بهرنیو یرغلګرو پر خلاف داسې مېړنۍ مبارزه کړې چې ټول ملت یې پر اخلاص قناعت هم کړی او ترڅنګ یې درېدلي هم دي. همدارنګه په کور دننه منځ ته راغلي فساد، فتنو او شخړو پر خلاف یې هم په ډېره ښه توګه خپل نفوذ کارولی. د مثال په ډول د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته چې د هغوی لاسپوځې اداره هم ړنګه او د کورنۍ جګړې په ترڅ کې یو مخ شوکماري او ملوک الطوایفی پیل او د ځینو پردیپالو له لوري هېواد له حتمي تجزیې سره مخ شو، نو افغان دیني قیادت د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ میدان ته راووت او د ډېرو سختو قربانیو په نتیجه کې یې خپل هېواد له ورپېښې بدمرغۍ وژغورلو. مطلب دا چې په افغانانو کې دیني مشران د هېواد ساتنې، ژغورنې او اصلاح لپاره لومړۍ درجه ځواک لرلو سره سره د بېلابېلو سیاسي، قومي او سمتي ډلو ترمنځ د نږدې والي او بشپړ ملی وحدت ټینګولو لپاره هم خورا مهم عامل ګڼل کېدی شي. په دې اساس دا مهال ترلاسه شوي فرصت کې د اسلامي امارت یوه ډېره مهمه ذمه واري دا هم ده چې د هېواد او خلکو دغه ځواک په اصلاح او روزنه کې انتهایي ډېره هڅه وکړي. د دغه هدف ترلاسه کولو په موخه تر هرڅه ړومبی د دیني مدارسو او مراکزو لپاره د ښوونې او روزنې یو غوره نصاب جوړول انتهایي ډېر مهم دي. ځکه د همدغو تعلیمي مراکزو فارغان به د سبا ورځې مشران وي همدارنګه د موجوده امامانو، خطیبانو او ښوونکو د روزنې لپاره د مګړۍ هم تر خپله وسه ځینې لنډ مهالې برنامې لکه امتحانونه او څه علمي دورې چمتو کول په کار دي. موږ ټول باید په یاد ولرو چې که په دې ډګر کې مو پرمختګ وکړ او ښه د کار سړي موروزل نو باور دی چې راتلونکی نسل به مو هم ښه هوښیار، بیدار او له هر ډول ناولتیا پاک وي او کېدی شي همدا لوړ کلتور او ثقافت مو د ملت په غېږ کې تر پېړ یو همداسې خوندي پاتې شي. دا یو سپېڅلی ارمان دی او هر با احساسه افغان ته لازمه ده چې په دې اړه خپل وس – توان ونه سپموي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *