افغانستان

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د ملت او دولت تر منځ هیڅ واټن نشته

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د افغانستان د اهل تشیع اقلیت د کمیسیون له یو شمیر مشرانو سره په لیدنه کې د افغانانو تر منځ په اتحاد ټینګار کړی او ټول هیوادوال یې ګډ کار او خدمت ته رابللي.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر ویلي: اوس د دې وخت دی چې ټول وروڼه قومونه په شریکه د افغانستان د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره لاسونه ورکړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د هیچا ترمنځ تبعیض او توپیر نشته او له نېکه مرغه چې د ملت او دولت ترمنځ واټن له منځه تللی دی. په یاده کتنه کې د افغانستان د اهل تشیع کمېسیون غړو محمد امیر بازل او علي اخلاقي د نورو په استازولۍ په بېلابېلو برخو کې د اهل تشیع ټولنې ستونزې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال یې د حل کولو ډاډ ورکړ.
په پای کې د اهل تشیع کمیسیون استازو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څخه مننه وکړه او له اسلامي امارت سره یې د خپلې هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *