افغانستان

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال:راتلـونکی نسل دې پـه اسـلامي روحیـه وروزل شـي

د ریاست الورزا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال مولوي محمد یونس راشد په مشرۍ د ۳۴ ولایتونو د ځوانانو چارو له امرینو سره لیدنه کړې. دغه ناسته چې د ولایتونو د ځوانانو چارو د امرینو د ظرفیت لوړولو له لس ورځني سیمینار وروسته ترسره شوې، د ځوانانو چارو امرینو ویلي؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر چتر لاندې د ځوانانو چارو امرین هڅه کوي، څو د ځوانانو سالمې روزنې ته زمینه چمتو او په ځوانانو کې د ناسمو افکارو له خپرېدو مخنیوی وکړي.دوی زیاته کړې، په تېرو ۲۰ کالو کې له نظامي یرغل… ۷مخ
سره سم فرهنګي یرغل هم په افغان ټولنه کې لیدل کیده، چې د اسلامي امارت له بریا سره سم یې د خپرېدو مخه نیول شوې.یادو امرینو زیاته کړې؛ که لا ډېر امکانات ورته چمتو شي کولای شي، چې د ځوانانو انسجام او غوره نورو فعالیتونو ته کار وکړي . د اطلاعات و کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد یونس راشد د ځوانان نسل د روزنې لپاره د ځوانانو چارو د امرینو لوړ ظرفیت اړتیا بللې او ولي يي دي، د ځوانانو چارو معنیت دندو ته په کتو به د دې برخې د کارکوونکو ظرفیت لوړولو لپاره لا ډېر روزنیز پروګرامونه ترسره شي.د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ځوانان د ټولنې مهم قشر یاد کړی او ویلي يي دي، د ځوان نسل روزنه او سم لوري ته د هغوي لارښوونه مهمه اړتیا ده.مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ څرنګه چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره ځوانانو ډېرې قربانۍ ورکړې، همدارنګه په اوسني نظام کې ډېره ونډه هم ځوانانو ته ورکړل شوې او اسلامي امارت له ځوانانو څخه رامنځ ته شوی دی.د سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت غواړي راتلونکی نسل په اسلامي روحیه او افغاني ارزښتونو سمبال وروزي.نوموړي د ځوانانو چارو امرینو ته لارښوونه کړې، چې خپل مسوولیتونه پر وخت او سم ډول ترسره او د ځوانانو روزنې ته زمینه برابره کړي، ځکه د هېواد راتلونکې د ځوانانو په لاس کې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button