افغانستان

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: زیانمنو ته دې بنسټیزې سرپناوې جوړې شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په سپېدار ماڼۍ کې د نورستان له مرستیال والي مولوي فیصل مختار سره وکتل او په نورستان کې د وروستۍ غره ښویېدنې په تړاو یې خبرې اترې کړي دي.
په دې ناسته کې د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار د دې ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د واورې او غره ښويېدنې پېښې په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل.
مولوي فیصل مختار وویل، یاده پېښه د نورګرام ولسوالۍ په نقره کلي کې رامنځته شوې چې ۲۱ تنه پکې شهیدان، ۴ تنه ټپیان او ۲۴ کورونه پکې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. هغه زياته کړه، د نورو زیانونو د مخنیوي او له زيانمنو سره د مرستې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې چې د ولایتي ادارې په ګډون پکې د اوچا اداره هم ګډون لري.
د‌ نوموړي په وينا، ۲۵۰ کورنۍ لا هم له ګواښ سره مخ دي چې په لنډمهال کې د نورګرام ولسوالۍ په اوله حصه کې په لنډمهالي پنډغالي کې ځای پر ځای شوي او مرستې ورسره دوام لري.
مولوي عبدالکبیر د نورګرام پر یادې پېښې خواشیني ښودلې او په وینا یې چې زیانمنوشویو ته باید په اوږدمهال کې بنسټیزې سرپناوې جوړې شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پر ټولو دولتي او نورو مرستندویو بنسټونو او ادارو غږ کړی چې د نورستان له زیانمنوشویو سره دې خپلې مرستې نه سپموي.
مولوي عبدالکبیر له مرستندویو ادارو په مننې وویل چې باید یاد بنسټونه او امارتي ادارې زیانمنو ته د بنسټیزو سرپناوو په جوړولو لاس په کار شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button