افغانستان

د زابل دوو ښوونځیو ته نوی امکانات برابرې شوي

د زابل د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د UNDP ادارې په مالي ملاتړ د مرکز کلات اړوند چهل دختران او سلطان ملخي توخي ښوونځیو ته د ۲۰ زره او ۲۵۰ امریکایي ډالرو په لګښت د ښوونځيو اړوند ملحقات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.د یادې پروژې د ګټې اخیستنې پرمهال د زابل د پوهنې رئیس مولوي ګل ولي متقي وویل، چې په دغو ملحقاتو کې دوه سيټه تشنابونه، د اوبو سېسټم، برېښنا، او د لاس وینځلو ځانګړي ډاشونه شامل دي، چې چارې د ۳ میاشتو موده کې بشپړې شوې او شاوخوا ۴ زره ماشومان به ترې ګټه واخلي.متقي زیاته کړه، چې په دغه پروژه کې ۳۰۰ ماهرو او غیرماهرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
نوموړي دغه راز له یادې موسسې څخه د مننې ترڅنګ، په دغه ولایت کې دې ته ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه هم وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *