افغانستان

د سالنګ تونل د بیارغونې چارې اتیا سلنه بشپړ شوې

مسؤلین او د سالنګ تونل د بیارغونې قراردادي شرکتونو استازي وایي، چې د سالنګ تونل د بیارغولو چارې اتیا سلنه بشپړې شوي او پاتې شل سلنه چارې به یې هم په کم وخت کې بشپړې شي.
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د سالنګ تونل د بیارغونې له کاري چارو څخه د لیدنې پر مهال په شمالي سالنګ کې وویل، چې د ژمنې سره سم د سالنګ د جوړولو چارې اتیا سلنه مخته تللي او ډاډ یې وښود، چې پاتې چارې به یې هم د قراردادي شرکتونو له لوري په کمه موده کې بشپړې شي.
حقاني زیاته کړه چې په دې پروژه کې ډېری کارېدونکي رغنیز مواد د هېواد کورني تولیدات دي او د افغاني شرکتونو او انجنیرانو له لوري یې د جوړولو چارې پرمخ وړل کېږي.
د مبارز برکتزي شرکت استازي انجنیرسید ابرار وایي، چې په لوړ کیفیت سره د دې پروژې اتیا سلنه کار مخته تللی او هیله یې څرګنده کړه، چې ژر به پاتې شل سلنه کار هم د شرکتونو د کاري ټیمونو له لوري بشپړ شي.
په همدې مهال سیدیاسین او جمیل د کابل – بغلان د لارې دوه موټر چلونکي وایي، چې د سالنګ د لویې لارې اساسي جوړېدو ته خوښ دي او د افغانستان اسلامي امارت څخه غواړي چې د دې پروژې کیفیت ته دې ډېره پاملرنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button