د سپټمبر يوولسمه پر افغانستان د نظامي يرغل لپاره دسيسه وه درېيمه برخه
د سپټمبر ۱۱مې پېښه او د وضعیت بدلون
د متحده ايالتونو د نيويارک او واشنګټن ښارونو له دوو برجو سره د الوتکو جنګولو پېښې (د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مه) سره هممهاله په واشنګټن کې له ترهګرۍ سره د سي آی اې دفتر مسوول ریچارډ بلي چې د دفتر په دهلېز کې يې قدم واهه او پېښه يې په ژوندۍ بڼه د ټلوېزيون له لارې کتله، د ټلويزيون پردې ته په اشارې سره په داسې حال کې د القاعده جهادي تنظيم او اسامه بن لادن د دغه کار عامل وباله،چې د خپل يو همکار له نيوکې سره هم مخ شو او هغه دغه خبره يې له وخت مخکې قضاوت وبلله،چې ښايي کوم ټکر رامنځته شوی وي. له دې سربېره د امریکا د فډرالي څېړنو ادارې يا ايف بي آی ادارې او سي آی اې سازمان دواړو له پېښې سمدستي وروسته شيخ اسامه بن لادن د پېښې طراح وباله او متحده ايالتونو په خليج سمندرګي کې خپلو ځواکونو ته د تيارسۍ امر ورکړ. همدارنګه ولسمشر بوش د سپټمبر پر ۲۰ مه د کانګرېس له غړو سره په ګډه د ټلوېزیون په پرده راڅرګند شو او په خپله لومړنۍ وينا کې يې چې د اټکل له مخې اتیا میلیونو کسانو د ټلویزیون پردې له لارې ليده،د شواهدو له وړاندې کولو پرته القاعده او اسامه بن لادن د نیویارک او واشنګټن د پیښو عاملين وبلل. هغه همدارنګه وويل چې القاعده ته په افغانستان کې د طالبانو له لوري پناه ورکړل شوې ده.
د دغه خبري کنفرانس په ترڅ کې هغه له اسلامي امارت څخه لاندې غوښتنې مطرح کړې:
۱- متحده ايالتونو ته د القاعده جهادي تنظيم د ټولو رهبرانو سپارل؛
۲- د اسلامي امارت په زندانونو کې د ټولو بهرنيو بنديانو آزادوال او متحده ايالتونو ته يې سپارل؛
۳-په اسامه بن لادن پورې اړوندو ټولو روزنيزو مرکزونو تړل؛ او
۴- متحده ایالاتو ته د دې اجازه ورکول چې په افغانستان د بهرنيو مجاهدينو ټول اړوند کمپونه وپلټي.
نوموړي زياته کړه « موږ به د عاملانو او هغه چا ترمنځ توپير ونهکړو چې هغوی ته يې پناه ورکړې او ټولو ته به يو ډول سزاء ورکړل شي».
له هغه وروسته بوش پر افغانستان د بريد لپاره د نړيوالې ټلوالې جوړولو په موخه بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل د دې تر څنګ د امريکا استخباراتي او پوځي چارواکي بيا په سيمه کې د جګړهييزو امکاناتو، هوايي ډګرونو، د اجيرانو په استخدام او سيمې ته د نظامي تجهيزاتو په لېږد بوخت وو چې په دې ترڅ کې ۴۸ هېوادونه په مستقيم ډول ورسره ملګري شول چې د افغانستان د اشغال لپاره يې سرتېري واستول او ۲۱ نورو هغو بيا په استخباراتي برخو کې ورسره مرسته کوله،چې په دې کې د عراق له ولسمشر شهیدصدام حسين پرته چې پر افغانستان يې د امريکا يرغل دولتي ترهګري وبلله، نوره ټوله نړۍ يا خو له امريکا سره همکاره وه او يا چوپه خوله پاتې شوه.
په دې لړ کې جنرال ګري شرون د سي آی ای هغه لوړپوړی افسر چې له مسعود سره د اروپا په سفر کې هم ملګری و، له لس ميليونه امريکايي ډالرو سره پنجشير ته راغی او له يو شمېر مشهورو قومندانانو لکه اسماعيل خان، عبدالربرسول سياف، عبدالرشيد دوستم او کريم خليلي سره په ليدنه کې يې هغوی ته ډالري کڅوړې ورکړې.
د اسلامي امارت مخالفو قومندانانو ته د پيسو ورکړه هغه چاره وه چې د دغې جګړې په لنډمهاله بريا کې يې مهم رول ولوباو.. د ګري شرون په باور دا ډېرې پيسې وې خو د هغو لاسته راوړنو په پرتله چې امريکا د دغو قومندانانو پر مټ القاعده او طالبان مات کړل، ډېر اغېزناک اقدام و.له هغه وروسته د کريس په مشرۍ د سی آی افسرانو او د شمالي ټلوالې يو ګډ ټيم په دنده وګمارل شو څو د کابل په شمال کې د جګړې لومړۍ کرښې جي پي اس او د امريکايي الوتکو لپاره د بمبارد کره هدفونه وټاکي.
همدارنګه په يوه بله غونډه کې د شمالي ټلوالې له نوي نظامي مشر جنرال فهيم هوکړه وشوه،چې د ټلواله به د سی آی اې ټيم ساتنې لپاره يو ديرش کسيز ګروپ د هغوی په واک کې ورکوي او د اشرف غني حکومت د دفاع وزير جنرال بسمالله محمدي ته دنده وسپارل شوه چې د لومړۍ کرښې جي پي اس کولو کې د سي آی اې له ټيم سره مرسته وکړي. هغه په يوه ليدنه کې چې له شرون سره يې درلوده، د امريکايانو لهخوا پر خپلو مخالفانو د سخت او درانه بمبارد غوښتنه وکړه او يې ويل چې که په دغه بمبارد کې حتی يو شمېر بمونه د دوی جنګيالي هم هدف وګرځوي، دی به ورڅخه شکايت ونهکړي.
دغه استخباراتي ټيم ته د دې لپاره چې په اسانۍ سره ونه پېژندل شي، افغاني جامې او خولۍ هم ورکړل شوې. هغوی د خپلو افغان جاسوسانو په ملتيا د سپټمبر له ۲۶ څخه د اکټوبر تر ۲۷ پورې تر ۴۰۰ څخه زيات استخباراتي ريپورټونه چمتو کړل چې د مقابل لوري د موقعيتونو معلومولو او د هوايي ځواک لهخوا د هغو په هدف ګرځولو کې يې مهم رول ولوباوو.
دا په داسې حال کې وو چې د ايران د انقلابي قول اردو ځانګړی ځواک (IRGC) دوه ټيمونه هم له شمالي ټلوالې سره په ګډه د جګړې په لومړۍ کرښه کې په دنده بوخت وو. له کابل وروسته د تخار ولايت د جګړې لومړۍ کرښې څخه هم د سي آی اې د همدغه ټيم لهخوا د جي پي اس کوردينات واخيستل شول.
د اکتوبر په څلورمه د الفا ډلې په نوم د سي آی اې دويم ټېم چې مشري يې آر جي کوله له جنرال دوستم سره د يوځای کېدو او له هغه سره د مرستې په موخه تاشکند ته راورسېد، دا هغه مهال وو چې د شمالي ټلوالې چارواکو په تکرار سره ژر تر ژره د هوايي بمبارد د پيل نېټې په اړه پوښتنې کولې،خو کله چې د شمالي ټلوالې د ملي امنيت رييس انجنير عارف سروري د سي آی اې له افسر ګري شرون سره په ناسته کې معلومات ترلاسه کړل چې بريد به د اکتوبر په اوومه پيل شي، له خوشالۍ يې ځان نهشوای کنټرولی او له هغه يې وغوښتل چې که اجازه ورکړي دغه د خوښۍ خبر به له جنرال فهيم سره هم شريک کړي.
همدارنګه په اسلامآباد کې د سي آی اې دفتر هم د افغانستان په سويل او سويل ختيځ کې د افغاني اجيرانو په موندلو او ګمارنه بوخت وو. په دې ترڅ کې قومندان عبدالحق د يوې پټې دسيسې په ترڅ کې له عربي آماراتو څخه پيښور ته راوستل شو څو د افغانستان په ختيځ کې له امريکايي يرغلګرو سره د ځمکنيو عملياتو په برخه کې ملګرتيا وکړي. همدارنګه په سويل کې حامد کرزی، ګلاغا شيرزی او اکرم خاکریزوال تجهيز شول څو د يرغل له پيل سره هممهاله د افغانستان په سويل کې د اسلامي امارت پر ضد خپل تحرکات پيل کړي.
په ورته مهال پاکستان خپل جيکب اباد او پسني هوايي ډګرونه او هوايي او ځمکنی حريم او ازبيکستان د خان آباد قرشي هوايي ډګر د امريکايانو په واک کې ورکړل څو پر افغانستان د بريد لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي.
هغه مهال اسلامي امارت په پاکستان کې د خپل سفارت له لارې د یوې اعلامیې پهخپرولو سره وويل امریکا داسې کوم سند په لاس کې نه لري،چې د نیویارک په بريدونو کې د اسامه بن لادن لاس لرل ثابت کړي. امارت اسامه بن لادن خپل ميلمه وباله چې د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور له مخي يې په افغانستان کې د پناه اخیستلو او اوسیدلو حق لري.په دې توګه د سپټمبر له پېښې وروسته بيا د اکتوبر تر اوومې نيټې پورې د سپينې، ماڼۍ، پنټاګون او سي آې اې ټول چارواکي په جګړهييزو سلامشور او د غچاخېستنې په لارو چارو بوخت وو او په هېڅ سياسي حللارې فکر نهکېده . نور بیا …
ابوالیاس جهادوال