سرمقالې

د غزې له مقاومته باید موږ هم درس واخلو !

له تيرو څو میاشتو راهیسې پر کوچنۍ غزه د نیمې یهودی او صلیبي نړۍ د بمونو او توپونو باران اوري، شپه ورځ اورونه، اوسپنې اونور سوځونکي اوزهري وژونکي مواد ورباندې پاشل کیږي او دګردې نړۍ خصوصاً خپلو عربو مسلمانو وروڼو تر سترګو لاندې یې هره ورځ په سلګونو تنکي ماشومان، ښځې، زاړه او رنځوران په یو مخیزه توګه وژل کیږي، کورونه یې ورانیږي او شړل کیږي. تر دې چې اوسه پورې یې شپږویشت زره کسان په شهادت رسېدلي، اووه زره یې تر خاورو او چتونو لاندې ورک دي او شپېه سلنه یې ودانۍ له منځه تللې. په دې کې شک نشته چې اسرائیل او ملګري یې د غزې پاتې ودانۍ هم نړولی او تردې لا زیات عام وګړي هم وژلی شي. خو په هر صورت اوس داسې ښکاري چې همدغه بدماشه یهودیان حماس ته د اوربند وړاندیزونه کوي. معنا دا چې د غزې په همدغه وړه جغرافیه کې د حماس غوندې یوه ټولګي د مقاومت او مهارت پایله دا شوه چې انتهایي پر مختللي وسلوال ځواکونه یې شاتګ ته اړوېستلي دي. په غزه کې د مجاهدینو روان مقاومت که څه هم ښایي د افغانانو له مقاومت او بریا به یې خامخا څه روحیه اخیستې وي خو څرنګه چې د دوی سیمه خورا وړه او بیا کلکه محاصره هم ده، نو له همدې ا مله موږ ته هم په کار ده چې ۵مخ
د غزنې د عام ولس او مجاهدینو له کړو وړو څه درس و عبرت واخلو.
مثلاً په دې لړ کې موږ کولی شو د غزې عام ولس پر هغه صبر او کلک دریځ فکر وکړو چې څرنګه یې له دومره بې شانه قربانیو سره سره یوه کس هم نه د مجاهدینو له دریځ سره مخالفت وکړ او نه یې د دښمن پر وړاندې د تسلیمۍ او مصالحت کومه خبره. دا ټکی ځکه د پام او تأمل وړ دی چې له دغسې لوی دښمن سره په مقابله کې ولسي ملاتړ زښته ډېر اهمیت لري او په همدې وجه لازمه ده چې مجاهدین هر وخت د خپل ولس په رنګ رنګېدلي او د خپلو خلکو تر څادر لاندې پوښلي وي ترڅو دښمن هیڅکله ونه کړی شي له عامو خلکو یې رابېل او یوه پردۍ ډله یې وبولي. دغه راز موږ ته د غزې د مجاهدینو په کړو وړو، ښې روزنې، مسلکي توب، غوره تدابیرو، نوښتونو او ښه نظم کې هم ځینې درسونه شته دي. ځکه غزه زموږ د هېواد په نسبت خورا ډېره وړه سیمه ده خو د حماس مجاهدینو په هماغه محدوده ځمکه کې په زرګونو کیلو متره سورنګونه او ګارې کیندلې، د وسلو جوړولو، خوراک، درملنې او ګرد سره اړین ترتیبات یې پکې نیولي او بیا د همدغو تدابیرو او پاخه ایمان پرمټ له موجوده اسرائیلو، اروپا او امریکې سره د جګړې لپاره ټټر وهي. په دې اساس موږ خو باید ډېر شکر وباسو چې د افغانستان په څېرلوی هېواد، لوړ غرونه، سردرې او پراخ ډاګونه لرو. ښکاره ده چې دغه جغرافیه موږ سره په جګړه او مقاومت کې بې شانه ډېره مرسته کولی او هر یرغلګر بې حده زیات ستومانه او لالهانده کولی شي. لنډه دا چې که همدغه زموږ جغرافیه او بیا د حماس په شان پرمختللي مهارتونه وکارول شي نو بې له شکه چې دا هېواد به ترابده نه ماتېدونکی وي تردې چې بیا به دلته هر پردی لس او شکل کاله کې نه بلکې څو ورځو کې له منځه ځي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button