ټولنه اوکلتور

د فساد په مخنيوي کې د شريعت تګلاره

حسان مجاهد

په شريعت کې په يوه معمولي خبره ټينګار شوی وي او د انسان په فکر له ډېر کم شي مسلمانان منع شوي وي، په سطحي توګه څوک حيران شي، چې له دې کاره ولې مسلمانان منع شوي دي؛ خو د زمانې په تيرېدو سره به جوته شي چې په حقيقت کې شريعت د کم شي په منعه کولو د ډېرو فتنو دروازې تړلې دي. د مثال په توگه: اسلام ددې لپاره چې مسلمانه ټولنه له هر ډول فحاشيو، بدبختيو او بداخلاقيو څخه پاکه وي؛ موږ مسلمانان يې د فساد او فتنې له پنځو  لارو منع کړي يو.

١_ سترګې: ژباړه: مؤمنانو ته ووايه چې تاسو  پرديو ښځو ته له ناروا نظره سترګې کښته کړئ او ښځو ته ووايه چې تاسو سړيو ته له ناروا نظره سترګې کښته کړئ! [سورة نور ٣٠_٣١]

٢_ غوږونه: ښځې دې په ځمکه داسې قدم نه وهي چې د دوی پټ زينت ښکاره شي او خلک يې آواز واوري.[سورة نور٣٠]

٣_ پوزه: رسول الله ﷺ فرمايي: کومه ښځه چې خوشبويي استعمال کړي، بيا په خلکو تېرېږي او هغوی يې خوشبويي محسوسه کړي؛ نو دا ښځه زناکاره ده.[نسايي رقم الحديث ٥١٤١]

٤_ ژبه: ښځې دې نارينه وو ته په ځواب ورکولو کې نرمه او خوږه لهجه نه کاروي، ترڅو د هغه کسانو په زړه کې ناروا تمه پيدا شي چې د زړونو ناروغي لري.[الاحزاب ٣٢]

٥_ عقل: رسول الله ﷺ فرمايي: يوه ښځه دې خپل خاوند ته د بلې ښځې داسې صفت نه بيانوي، چې ګواکې دی هغې ښځې ته ګوري(او بيا يې په فکر او خيال کې د هغې ښځې رنګ او صورت ګرځي راګرځي)[بخاري شريف رقم ٥٢٤٠]

که موږ پورته نصوصو ته وګورو، نو دې حقيقت ته رسېږو، چې رښتيا هم شريعت د هر ډول فساد په مخنيوي کې ډېره غوره تګلاره ټاکلې ده او هغه معمولي شی چې موږ ترې سوونه کاله وړاندې منعه شوي وو؛ نن يې په ترسره کولو ډېرو فتنو او فسادونو ته لاره خلاصېږي. که موږ د(ادخلوا في السلم کافة)په غوښتنه له سره تر نوکه په اسلام کې پوره داخل شو، هله به نېکمرغه او کاميابه يو. إن شاء الله تعالی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button