سرمقالې

د فلسطین د ټول وژنې نندارچیان دې هم انتظار کوي!

دادی اووه میاشتې پوره شوې چې صهیونیستانو د غزې پر ټولو ګڼ مېشتو ابادیو له ځمکې او هوا خونړي بریدونه پیل کړي او تردې دمه یې نږدې څلوېښت زره ښځې، ماشومان، پر کټ پراته ناروغان، واړه اوزاړه په بې رحمۍ سره وژلي او کوم اتیا زره نوریې ټپیان او معیوب کړي. البته په غزه کې یوازې د مرګ ژوبلې ستونزه نه ده، هلته اوبه، خواړه، برېښنا، درمل او د ژوند هر ډول اړتیاوې هم له منځه تللې. اوس د غزې اتیا سلنه ړنګه او دادی تقریباً دوه میلیونه وګړي یې ټول د الرفح په واړه ښارګوټي کې راغونډ او زیاتره یې په خېمو او تر څادرو لاندې ژوند کوي- تېرو څو ورځو کې اسرائیلو د حماس له لوري د اوربند شرطونه ونه منل او بالآخره یې په ډېر شدت سره پر یاد ښار بمبارۍ پیل کړې. ښکاره ده چې کله شپه ورځ هوايي او ځمکني یرغلونه روان وي نو د خېمو په یادو کیمپونو کې به څه ډول ناورین منځ ته راځي. د اردن او مصر سرحدي د ېوالو پورې خو په لکونو وګړي د ځان ژغورلو هڅه کوي چې په سر یې د یادو مسلمانو وروڼو هېوادونو زرګونه وسلوال ښه برګ ولاړ او د همدغو محصورو مسلمانانو تماشې کوي. خو بل لورته ترکیه او سعودي عربستان هم دومره ورجوخت دي چې د هر ډول وسلې مرمۍ یې ور رسېدلی شي، خو له بده مرغه همداسې پر لویه تنه، ستر ځواک او رڼو سترګو بې غمه د فلسطیني ملت د ټول وژنې نندارې کوي. حال دا چې همدا هغه هېوادونه دي چې په ټوله اسلامي نړۍ کې تر ګردو نورو هم له اقتصادي، هم له نظامي او هم له سیاسي پلوه خورا ډېر ځواکمن ګڼل کیږي- د افغانستان اسلامي امارت د خپل مسلمان او میړني ولس په استازیتوب د  صهیونیستانو په لاس د فلسطیني وګړو روان قتل عام په کلکه غندي، ستر جنګي جنایت یې بولي،… خپله جدي خواشیني پرې څرګندوي او له ګردې نړۍ خصوصاً ور نږدې ځواکمنو اسلامي هېوادو په کلکه هیله کوي چې د خپل هر اړخیزو نفوذ په کارولو د وحشي اسرائیلو مخه ونیسي او دغه مظلوم او درپه دره ملت سره بشپړه مرسته وکړي- افغان مسلمان ملت په یو غږ کړېدلو فلسطینیانو سره خواخوږي او غمرازي کوي او دا وریادوي چې موږ خپله هم تازه له داسې جګړو راوتلي یو چې د ختیځ او لویدیځ دواړو نظامي اتحادونو ځانونه راباندې ستړي او زموږ هېواد او خلک یې هم تر وروستۍ کچې وځپل خو موږ بیا هم له مقاومت او مقابلې لاس وانه خیست تردې چې اخر پای څښتن تعالی خپلواکۍ را نصیب او یرغلګر ځواکونه مو له هېواده نامراده ووتل- له بده مرغه موږ لا هم د دښمنانو له دسیسو او توطیو سره مخ یو او همدا وجه ده چې فلسطیني مظلوم ملت سره دا وخت د عملي مرستې هیڅ صورت نه وینو- خودا یادښت هم ضروري ګڼو چې د فلسطین مجاهد ولس د ټول وژنې نندارچې ځواکمن ګاونډي هېوادونه دې هم د خپل ناوړه برخلیک انتظار کوي!

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button