افغانستان

د لایسنس او جواز سیر پر برېښنایي کېدو  بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د موټرچلونې او لایسنس د برېښنایي کېدو پر طرحه بحث وشو. د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې دا نوبتي غونډه پرون په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې له اجنډا سره سم د موټرچلونې پر جواز او لایسنس د برېښنایي کېدو پر طرحه او یوشمېر نورو موضوعاتو هراړخیز بحثونه وشول. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کار فشار ته په کتو اقتصادي کمېسیون ته وړاندیز وشو، چې د موټرچلونې جواز او لایسنس د برېښنایي کېدو چاپ دې د ترافیکو عمومي ریاست ته وسپارل شي. د ترافیکو عمومي ریاست دې د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ ژر تر ژره د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د موټرچلونې جواز او لایسنس د برېښنایي کېدو  پروسه پيل او د تاییدۍ لپاره یې د اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button