دینې لیکنېلیکنې

د مؤتة غزا کې د څلورو صحابه وو شاهکاري او شهادت

په اتم کال د هجرت رسول الله صلی الله عليه وسلم درې زره صحابه جنګيالي د رومان د لښکر په مقابله کې تيار کړل، د لښکر لپاره يې د يوه پر ځای درې اميران وټاکل، زيد بن حارثة، جعفر بن ابي طالب، عبد الله بن رواحة، او رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که زيد شهيد سو بيا جعفر امير دی او که هغه شهيد سو نو بيا عبد الله امير دی.
کله چې صحابه کرام د غزا ډګر ته راغلل ګوري چې مقابل لوري دوه سوه زره جنګيالي تيار کړي، خو د رب د نصرت اميد او پر رب يې توکل و، د جګړې ډګر ته په پياوړې روحيه کښته شول.
جګړه پيل شوه، د تکبيرونو چيغې پر ډګر خپرې او مسلمانان د دښمن په وړاندې لکه غشي وورېدل، د تورو پړکۍ، د جګړې د ډګر دوړي او ګرزونه تاوېدل، د دواړو لورو د جنګي حالت دوام و، چې زيد بن حارثة د دښمن په وړاندې مخامخ په شهادت ورسېد، د جنګ بيرغ ځمکې ته د لوېدلو وخت کې جعفر بن ابي طالب پورته کړ، نور يې د جګړې ډګر تود کړ، د جنګياليو روحيه يې پياوړې او خپله د دښمن دصفونو منځ ته داخل شو، داسې جنګ يې وکړ چې مخکې نه و ليدل شوی، دښمن تر ختو بريدونو لاندې کړ، راسته لاس يې چې بيرغ په کې و پرې شو، خو په پياوړتيا يې په چپ لاس ګير کړ، بيرغ يې ځمکې ته پرېنښود، وجنګېد چې چپ لاس يې هم قطع شو، خو بيرغ يې د ځيګر لوري ته تکيه کړ، تر ځمکي ونه لوېد، تر دې چې بدن يې تر اتيا زيات ځايونه ولګېد او بالآخره د شهادت جام يې نوش کړ.
کله چې جعفر بن ابي طالب په شهادت ورسېد، دريم اتل، د اسلام پياوړی عسکر، د دريو اميرانو دريم شهيد لاس پرې خښ کړ، بيرغ يې د معرکې ډګر کې رپاند ونيو، اراده يې کړې وه چې يابه جنګ ګټي او يابه د شهادت په زرين منصب نازيږي، د تاندي غزا جنګيالي يې نور هم ور مخته کړل، د دښمن په صفونو يې ور د ننه کړل، د جنګ جريان و، چې دريم امير هم دښمن په وړاندې له سخت مقاومت وروسته شهيد سو.
د انصارو مجاهدينو يو کس بيرغ تر خالد بن وليد ورساوه، د جنګ ټاکونکي شېبې وي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ګوتې پورته کړې او وې ويل: يا رب خالد بن وليد ستا له تورو يوه توره ده ته يې بری ورنصيب کړې.
خالد بن وليد د جګړې تود ميدان د دښمن په ماېي ورټول کړ، د دښمن صفونه يې تار تار او د الله تعالی په نصرت يې دښمن مات کړ، مسلمان سپاهيان يې تر مدينې سالم راورسول، په همدغه ورځ نوموړی اتل د سيف الله په عالي لقب د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا ونومول شو.
سرچينې:
[1] البخاري: كتاب المغازي، باب غزوة مؤتة من أرض الشام، (4013).
[2] مسلم: كتاب الجهاد والسير، باب تأمير الإمام الأمراء على البعوث ووصية إياهم بآداب الغزو وغيرها (1731).
[3] البخاري: كتاب فضائل الصحابة، باب مناقب جعفر بن أبي طالب الهاشمي رضي الله عنه (3506).
[4] النسائي: كتاب المناقب، عبد الله بن رواحة رضي الله عنه (8249).
[5] الصالحي الشامي: سبل الهدى والرشاد، في سيرة خير العباد، وراغب السرجاني: السيرة النبوية.

ژباړن: حافظ حنفي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *