د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د نندارتون په اړه د رییس الوزراء پیغام
الحمد لله و کفی و الصلوة و السلام علی عباده الذین اصطفی. اما بعد: درنو هېوادوالو او په خاص ډول د کرنې او مالدارۍ د برخې قدرمنو منسوبینو!
ډیر د خوښۍ او شکر ځای دی، چې په هېواد کې د څلور نیمو لسیزو له غمیزو وروسته سرتاسري امنیت او د ډاډ او خوښۍ فضا رامنځته شوې او زموږ حکومتي ادارې او عام هېوادوال د هېواد د پرمختګ، اقتصادي پراختیا او ښیرازۍ لپاره هڅې کوي.
د کرنیزو او مالدارۍ د محصولاتو دغه نندراتون د دې یوه ښه بیلګه ده، چې د هېواد د کروندګرو، مالدارانو او یاد سکتور نورو منسوبینو په نه ستړي کیدونکو هڅو او اغیزناک فعالیت شاهدي ورکوي.
د کرنې او مالدارۍ برخه په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا یو مهم سکتور ګڼل کېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د هېواد بزګرانو او مالدارانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو په یاده برخه کې ځان بساینې ته زمینه برابره شي.
اسلامي امارت لکه څنګه چې د مقدس جهاد د اهدافو لاسته راوړلو په موخه په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت او د ټولنې دیني او معنوي اصلاح او بیارغونې ته کلک تعهد لري، همداسې د هېواد اقتصادي پراختیا، ځان بساینه او د نورو له احتیاجه خلاصون هم د یوې مهمې موخې په حیث څاري.