ټولنه اوکلتور

د مرګ نا اټکله راتلونکی ګوزار

نن ورځ زه ، ته او ټوله نړۍ د عیش او عشرت ژوند کې ښه په خوند د بې خونده او پناه کېدونکي ژوند له ګړيو د ابدي اوسېدولو په پار د ژوند د نه شکېدونکي مزل د مرګ له تریخ او حتمي غوړپ نه بې پروا يو .
دا یو داسې نا انډول (بې مثاله) غوړپ دی چې په څښلو يې له انسان څخه ټول ترخه هيرېږي ، د انسان نه،بلکې د هر ساکښ په ژوندانه کې راتلونکی او ورته د پای ټکی ايښودونکی تریخ غوړپ نه دی معلوم،چې له دغه ترخو نه به زموږ برخه کله وي .
د مرګ له دغه ګزار نه يوازې او يوازې د شهادت په خوب، په ناز ويده خلک بې برخې او هوسا دي ، ځکه د هغوی روح د ملایکې په توسط نه بلکې خالق لایزال په خپله اخلي ،چې په احادیثو کې يې زحمت بیخي کم ښودل شوی که د مېږي چيچل او بس، د شهيد د روح اېستلو دومره خوند دی،چې خپله د الله (ج) استازي يې څو څو ځلې تمنا کړې او د شهيد ماسوا به بل هېڅوک د محشر په ورځ دنيا ته د بيا واپسۍ تمنا نه کوي،ځکه د شهيد د روح سفر چې کوم خوند او لذت لري هغه له دنيا او ما فیها نه بر تر او زيات دی .
آیا ذهن ته مو يو سوال نه راګرځي چې دا دومره شرف او وقار ولې الله تعالی شهید ته ورکړی، سره له دې چې د دين د ساتلو ذمه په خپله رب لایزال جل وعلی اخیستې ده.!؟
ځواب کې به د الله جل جلاله دغه مصداق کافي وي، ځکه شهيد د الله د کلمې لوړولو او د کفر د کلمې د ټيټولو په پار خپله مبارزه په مېړانه سرته رسولې، نو ځکه الله جل جلاله ورباندې خپل انعامونه لورولي.
د دې لیکنې د ليکلو باعث:
باعث دا دی، چې پرون په لار روان وم د مسجد په لټه پسې ، يو ځای او بل ځای پوښتنه کوم ،چې ناڅاپه په کوڅه کې د یو کور نه په زوره زوره د ژړا او فریاد اوازونه اورېدل کېده په لومړي سر کې ما فکر کولو چې کومه کورنۍ شخړه ده خو وروسته معلومه شوه، چې دغه کور کې مړی شوی، چون موږ هغه ځای کې ناولده وو، نو بيا مو کوڅه کې دوه درې خلک را وګرځول چې ورشي او‌ دغه کورنيۍته د صبر او تسلۍ څو خبرې وکړي . دا خو څه ناشنا پېښه نده ټول پر دغه لاره روان يو او د دې لارې لارویان يو ، خو دا معلومه نده چې نن به درومو او که سبا ؟
اې ګرانه لوستونکيه ! ستا دا دومره اوږده اوږده فکرونه به ستا په شتون کې سرته ورسېږي او که نه ؟
آیا ته هم د مرګ له حال څخه خبر يې او کنه ؟
آيا هغه دنيا به تاته ګټه در ورسوي کومه چې ستا څخه پاتې شي او ته ترې لاړ شې ؟
آیا هغه ګناهونه چې ته یې نن او سبا ته د توبې په پلمه پرېږدې ، له هغوی نه به توبه وباسې بيا به له دنیا ولاړ شې؟
نو اعمال دې اصلاح کړۀ او ښه عملونه وکړۀ ، نه ده معلومه چې څه وخت به ځو ، ښه به دا وي چې توښه د سفر مو برابره کړې وي .

محمد عبد العلي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button