دینې لیکنېلیکنې

د مـدينې پـر لـور

د مطالعې پر مهال مې عجيب خوند احساس کړ دا خوند د ماشومتوب له نورو خوندونو څخه بيل ٶ (زه تل له تيز حس او قوي فهم څخه برخمن وم) دا خوند نه د لوږې پر مهال د خوندورو خوړو خوند ته، نه د اختر په ورځ د نويو جامو اغوستلو خوند ته، نه د لوبو او سات تيرولو خوند ته، نه له يوې اوږدې مودې کار کولو او ستړيا ګاللو وروسته د تعطيلۍ خوند ته او نه د زاړه ملګري يا قدرمن ميلمه د ليدلو خوند ته ورته دى. دا خوند او لذت په يادو خوندونو کې له هېڅ خوند سره مشابهت نلري. هوکې! داسې خوند دى چې په طعم يې پوهيږم خو له توصيف کولو څخه يې عاجز يم او دا منم چې نه شم کولاى په کره ډول يې تعريف کړم او يا يې د کلماتو په مټ تعبير کړم. نهايتاً داسې ويلاى شم چې دا لذت روحي لذت دى. مګر ماشومان ارواوې نلري او روحي لذت نه احساسوي؟ قسم په خداى چې ماشومان که څه هم په تعبير کې عاجز دي خو د نورو په پرتله له شفافو ارواوو او صحيح درک څخه برخمن دي.
ياد کتاب کې مې د قريش قبيلې د هغو کسانو کيسې لوستى چې د اسلام په دين به مشرف او د رنګارنګ تعذيبونو سره به لاس او ګريوان شول خو هغوى به دا ټول تعذيبونه په صبر او زغم نه، بلکې په خوند او خوشحالۍ منل. زه د هغوى له کيسو لوستلو وروسته پوه شوم چې په نړۍ کې داسې لذت شتون لري چې ډېر د زر او زور خاوندان او هغه کسان چې ځانونه په ژوند کې نيکمرغه بولي ورنه بې خبر پاتې دي. هغه خوند عبارت دى له دې څخه چې انسان د حق په لار کې وډبول شي، د عقيدې په خاطر وځورول شي او د دعوت له امله له اهانت سره مخ شي.
هېڅ رنګ واک، تسلط او حکومت به له ياد لذت سره برابر نه شي. زړه مې غوښتل چې کاش زه هم په همدې کرامت او لذت -حتى په ژوند کې د يو ځل لپاره- مشرف شوى واى.
همدا راز مې د مصعب بن عمير کيسه چې په ښو جامو اغوستلو، ښه ژوند تيرولو او د ژوند په غرور کې د قريش ځوانانو مقتدى ٶ په ياد کتاب کې ولوستل؛ هغه چې د قريش د نازولو ځوانانو په ډله کې يو نازولى ځوان ٶ په داسې جامو کې به د مکې په کوڅو کې راښکاره شو چې سل درهمه يې قيمت ٶ کله چې به د ځوانانو سترګې پرې ولګیدې تر شا به يې روان شول او دا خبره به په ټول ښار کې خپره شوه. خو کله چې مسلمان شو او لاس يې د رسول الله صلى الله عليه و سلم په لاس کې کېښود مرفّه ژوند ته يې شا کړه، ساده ژوند يې غوره کړ او د ضخيمو کالو په اغوستلو يې پيل وکړ ډېر کله به له داسې حالت سره مخ شو چې د تڼيو (دکمو) پر ځاى به يې د ونو لرګي کارول، کله چې به رسول الله صلى الله عليه و سلم دا حالت وليد سترګو کې به يې اوښکې ډنډې شوى او د مصعب پخوانې ژوند به يې ذهن کې تېر شو.
د قريشو دا اتل ځوان د بدر په غزا کې په داسې حالت کې شهيد شو چې د کفن لپاره يې تر يوې لنډې پارچې پورته نور څه نه لرل؛ که يې سر پرې پټ کړى واى پښې به يې لوڅې شوى او که يې پښې پرې پټې کړي واى سر به يې لوڅ پاتې شو. رسول الله صلى الله عليه و سلم امر وکړ چې سر دې يې پټ کړل شي او پر پښو دې ورته د «اذخر» پاڼې واچول شي.
دې کيسى مې زړه او روح له ځان سره يووړل او پوه شوم چې له مرفّه ژوند، قيمتي جامو، خوندورو خوړو او مجللو ماڼيو پرته داسې اړتيا او لذت شته چې د قدرت او ثروت د خاوندانو همت ورته رسيدلاى نه شي او د شهوت پرستانو عقل يې درک کولاى نه شي.
کله چې ځان ته راغبرګ شوم پوه شوم چې زړه مې د همدې خوند او اړتيا احساس لري او دې حقيقت ته د شتمنو تر قيمتي جامو او د دنيا تر بې ارزښته مظاهرو زيات وصلت لټوي. نور بيا …

دويمه برخه / ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله / ژباړن: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button