افغانستان

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې: افغانستان کې شوي پرمختګونه ستايو او مرسته یې کوو

شریعت: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایو تیره ورځ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست

شریعت: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایو تیره ورځ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په پیل کې اوتنبایو په هیواد کې د مثبتو پرمختګونو او فساد سره د مبارزې په برخه کې له لاسته راوړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې نړیوالې ټولنې ته یې په دې اړه مثبت پیغام رسولی دی.
همدارنګه نوموړې د ښځو د کار او زده کړو په اړه د نړیوالو نظریات او اندېښنې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې د ملګرو ملتونو مرستې به له افغانستان سره دوام ولري.
په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې په هېواد کې مثبت فعالیتونه تر بل هر وخت زیات شوي، ملوک الطوائفي، فساد او نشه يي توکي مواد له منځه تللي.
نوموړي زياته کړه، چې نړیواله ټولنه باید يادو شويو پرمختګونو ته د قدر په سترګه وګوري او د هېوادوالو کنګل شوې شتمنۍ، بانکي محدودیتونه او نورې اړونده ستونزې حل کړي.
په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې شته ستونزو ته د حل لارو موندلو په موخه به ګډو همکاريو او تفاهم ته دوام ورکوي.
ت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *