سرمقالې

د هېواد خوندیتوب ګڼې لارې چارې غواړي

لکه چې ټول پوهيږو د الله تعالی د هر بنده لپاره دومره ټوټه امن ځمکه خامخا په کار ده چې په ډاډه زړه د خپل خالق او مالک عبادت پکې وکړی شي، همدغسې چېرته چې بیا د مسلمانانو یو ټولګی اوسي نو یو جومات ته اړتیا لري او بیا د یو لوی امت او قوم لپاره اړینه ده چې د خپلو ټولو دیني شعایرو او مراسمو تر سره کولو په نیت د خپلې پراخې سیمې او هېواد – امنیت ونیسي او د بې دینو لښکرو له تاړاکونو یې خوندي وساتي. خو له دې سره سره چې د نړۍ پرمخ دا وخت نږدې دوه میلیارده مسلمانان ژوند کوي، له بده مرغه پر شپېتو جلاجلا ملتونو او هېوادونو وېشل شوي او زیاتره یې سختو خپل منځي دښمنیو کې هم ښکېل دي. په هر صورت اوس موږ ته دا راپېښه ده چې د افغانستان په نامه یوه ټوټه ځمکه کې استوګنه لرو چې موږ او زموږ پلرونو او نیکونو یې د بې مثاله قربانیو په ګاللو دفاع کړې او دادی په نتیجه کې یې څښتن تعالی موږ ته یو داسې فرصت او موقع په لاس راکړې چې سر، دین، ناموس، عزت او مال مو خوندي او بشپړ امنیت سره هم خپل عبادتونو پکې ترسره کولی شو او هم په خلاص مټ نورې ژوندنۍ چارې. بنا پردې اوس نو زموږ ټولو ایماني او انساني مکلفیت دادی چې د خپلې همدغې خاورې د امنیت او دفاع لپاره د وخت او زمانې له غوښتنو سره سم مناسب تدابیر ونیسو. مثلاً ښه پاخه مسلکي نظامي عسکر وروزو، د اغېزمنو او کاري وسلو لکه توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ترلاسه کولو هڅه وکړو او ترڅنګ یې بېلابېل استخباراتي او سیاسي اشخاص او ټولګي په کار وګمارو. موږ ته لازمه ده چې د خپلو ټولو ګاونډیو او لیرې – نږدې هېوادو پر وړاندې همداسې یوې تګلارې ته چمتو والی ولرو. خو داچې متاسفانه اوس د پاکستان واکمنو د اسلام د صلیبی دښمنانو په استازیتوب زموږ پر خلاف ښکاره دښمنۍ ته ملاتړلې، موږ هم مجبوریو پر همداسې ګڼو دفاعي لارو چارو غور وکړو. ځکه ښکاره ده چې یوازې مخامخ او جبهه یې جګړې کفایت نه کوي، بلکې ضروري ده چې هماغلته له مختلفو جهتونو سره په تماس کې اوسو، خصوصاً پښتونخوا او بلوچستان کې خو له دیني علماو او نورو سیاسي او ټولنیزو مخورو شخصیتونو سره د اړیکو خورا ښه چانسونه لرو او باوري یو چې د هغوی پرمټ به پاکستاني جنرالان د پرنګي اهدافو له تعقیبولو څه ناڅه ایسار کړی شي. ځکه دا حقیقت د لمر په شان څرګند دی چې دیادو جنرالانو له دغو کړنو سره د پاکستان مسلمان ملت غوڅ اکثریت کلک مخالف دی. لنډه دا چې د هېواد خوندیتوب لپاره پر همدغسې ګردو تدابیرو او لارو چارو کلک عمل په کار دی او همدا د جګړو د مخنیوي لپاره ترټولو غوره طریقه هم ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button