لیکنېمقالی اوتبصرې

د پاکستان او ايران له خوا د ميليونو افغان کډوالو راستنولو پلان د اندېښنې وړ دی

پاکستان او ايران يوځل بيا هوډ کړی، چې ميليونونه افغان کډوال را وباسي او افغانستان ته يې را واړوي، د دغو دواړو هېوادونو دا تصميم که څه هم تازه او لومړنی يا وروستنی تصميم نه دی، خو په اوسنيو حالاتو کې د ميليونونو افغان کډوالو را ايستل، د سختې اندېښنې وړ دی، دا تصميم پر افغانستان سخت فشار اچوي او افغانستان په اوسني وضعيت کې د دې ميليونونو کډوالو د جذب او هغوی ته د ژوندانه د چارو برابرولو جوګه نه دی، له همدې امله د دغو افغانانو را ايستل په اوسني وخت کې نا مناسب تصميم دی!
خو له دې سره سره له ډېره بده مرغه چې د پاکستان او ايران حکومتونو هوډ کړی، چې له خپلې خاورې د ميليونونو هغو افغان کډوالو د ايستو اعلام کړی، چې په ناقانونه توګه هلته ژوند کوي.د پاکستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير جليل عباس او د ايران د کورنيو چارو وزير وحيد احمدي تازه دغه اعلام کړی دی.وېيل شوي، چې ايران کې تر ۵ ميليونو پورې افغان کډوال په ناقانونه توګه ژوند کوي.په پاکستان کې بيا د دغو افغان کډوالو کره شمېر نه دی معلوم، خو ځينو رسنيو وېيلي چې څه باندې يو ميليون افغانان په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.له دې سره، له وروستيو راهيسې په دواړو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه زيات شوي دي.په همداسې حال کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي له پاکستانه غوښتي، چې افغان کډوالو سره ناسم چلند ونه کړي،خو تر اوسه پورې د دغو کډوالو د ستونزو بنسټيز حل لپاره لا هم تصميم نه دی نيول شوی. په پاکستان کې خو پر افغان کډوالو داسې ورځ سره شوې، چې آن قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نيسي او د دغه هېواد پوليس يې زندانونو ته اچوي. په خواله رسنيو کې داسې تصاوير خپرېږي، چې پاکستاني پوليس افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، نيسي او زندانونو ته يې اچوي، په نيول شويو افغانانو کې داسې کسان هم شته، چې هغوی د درملنې لپاره پاکستان ته تللي او يا هم ايران ته داسې کار ګر افغانان تللي، چې هغوی د ايران د پرمختګ او آبادۍ لپاره شپه او ورځ درانده کارونه کوي. د افغانانو دغه لويه بشري کتله د دغو درنو کارونو قرباني کېږي هم، خو په همداسې حال کې په ايران او پاکستان کې د افغان کډوال نيول، ځورول او ورسره روان چلند له انساني، بشري او نورو ارزښتونو سره په ټکر دی، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره هم په دې برخه کې پاتې راغلې او دغو دواړو هېوادونو ته يې داسې قناعت نه دی ورکړی، چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس په سر شي او د هغوی انساني او بشري حقونو ته درناوی وکړي. سربېره پر دې د ايران له لارې ترکيې ته اوښتونکي افغانان هم له سخت وضعيت سره لاس او ګرېوان دي، د ترکيې پوليس آن پر دغو مسافرو ډزې کوي او که ونيول شي، نو داسې وهل او ټکول کېږي، چې پښې او لاسونه دواړه يې ورماتوي! د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ولسمشرۍ تر ټاکلو ورسته په خپله پاليسۍ کې هم دا مسئله ياده کړه او ټينګار يې وکړ، چې خپلې پولې به د مهاجرينو پر مخ لا نورې هم ټينګوي، داسې چې آن يوه پيشو هم ترکيې ته وانه شي اوښتی!
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې اروپا ته د کډوالو د سېلابونو پر زياتوالي اندېښنې ښکاره کړې او وېيلې يې، چې مديترانه د کډوالو او د هغوی د ماشومانو پر ګورستان اوښتې ده. په دې مانا چې په دې لاره وخت ناوخت تلونکي کډوال په اوبو کې ډوبېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي. له بده مرغه دغه راز حالت د سختې اندېښنې وړ دی، خو له دې سره سره داسې هڅې هم روانې دي، چې يو شمېر دغه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو را وباسي. د کډوالو د ستونزې د حل لپاره افغان حکومت بايد د ايران او پاکستان له هېوادونو او په ټوله کې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو چارو له ادارې سره يوې داسې حل لارې ته ورسېږي، چې د افغان کډوالو د نيولو، ځورولو او دغه راز زنداني کولو مخنيوی وشي. دا د حکومت مهمه او ځنډ نه منونکې دنده ده، چې بايد ژر يې ترسره کړي، په تېره بيا ايران او پاکستان حکومتونو ته قناعت ورکړي، چې په اوسني وخت کې د ميليونو افغانانو د را اړولو تصميم بېرته واخلي، ځکه يو خو افغانستان تر سختو نړيوالو بنديزونو لاندې دی، بل دا چې پر افغانستان سوړ ژمی را روان دی او وضعيت د دې نه دی، چې افغانستان دې دا ميليونونه کډوال جذب کړای شي. تر نړيوالو بنديزونو لاندې افغانستان په اقتصادي کچه هم ځپل شوی او په هېواد کې وچکالۍ، پرديو يرغلونو، طبيعي پېښو او نورو ناخوالو د ژوندانه وضعيت سخت کړی دی، نو ستونزمنه ده، چې افغانستان ته دې د ميليونونو کډوالو را ستنولو پلان له کوم بشري ناورين پرته، په ښه او غوره توګه عملي کړای،نو اندېښنه ده،چې د دغو ميليونو افغان کډوالو راستنول، پر افغانستان فشارونه لا نور سختوي او دا د بشري ناورين له پراخولو پرته، بل مفهوم
نه لري!

شهبازخان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *