افغانستاناقتصاد او رغونه

د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست عواید ۵۰ سلنه زیات شوي

د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین د دغه ریاست په عواید کې د ۵۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس قاري راز محمد یاسر باختر آژانس ته وویل، چې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې د جوازونو د ورکړې او نوي کولو له درکه نږدې ۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته جمع کړي دي.
یاسر زیاته کړه، چې دغه عواید په ۱۴۰۰ لمریز کال کې ۳ میلیونه افغانۍ وو، چې تېر کال په کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
هغه وویل، چې د جوازونو د وېش او بیا نوي کولو کې د لازمو آسانتیاوو برابرول او د جریمو معافیت د عوایدو د زیاتوالي ترڅنګ، په دغه ولایت کې د سوداګرو او پانګوالو د جلبولو لپاره هم زمینه برابره کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *