افغانستان

د ځوانانو چارو مرستیال: ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هڅې کوو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس مولانا نعيم الحق حقاني سره په کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت په دوامداره توګه د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
راشد دغه راز زیاته کړه، چې اسلامي امارت د ځوانانو د اساسي ستونزو د حل او دوامداره کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره کار کوي ځکه دې برخه کې موقتي کارونه نتیجه نه ورکوي.
په ورته وخت کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم الحق حقاني هرات ته د نوموړي د سفر هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې په دغه کال کې به د نوموړي په سفر سره د هرات ځوانانو ستونزې تر یوه حده حل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *