سرمقالې

د چمن د خلکو غوښتنه عادلانه او برحقه ده !

 

د کوټې په چمن ښار کې له تېرو څه باندې اوومیاشتو راهیسې د لسګونو زرو خلکو له خوا د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې پر خلاف یو احتجاجي پرلت روان دی چې پراساس یې له ډیورنډ کرښې تېرېدو لپاره د پاسپورت او ویزې شرط لګول شوی دی.

د پرلت دګډونوالو شمېر که څه هم  نه کم اونه دا یوازې د چمن او کوټې د خلکو غوښتنه ده، خو بیاهم د پاکستان سیاسي او نظامې واکمن نه د هغوی دغې جدي غوښتنې ته څه ارزښت ورکوي اونه يې خبره اورې، دا لاڅه چې د تېرې جمعې په ورځ خویې سرحدي ځواکونو پرهمدغو بې وسلې احتجاج کوونکو وسله وال برید هم وکړ چې په نتیجه کې یې څلور کسان شهیدان، سلګونو ټپیان ، لسګونه بندیان اوڅو خېموته یې اورونه هم واچول شول.

په دې کې هیڅ شک نشته چې د پاکستان د واکمنو له لوري پر ډیورنډ کرښه د پاسپورت او ویزې شرط لګول د دواړو هېوادونو پرمسلمانو ولسونو خورا سترظلم دی. ځکه د یادې کرښې دواړه خواوته داسې قومونه مېشته دي چې په حقیقت کې د ایکي یو کهاله افراد ګڼل کيږي او د نوک او  ورۍ اړیکه او پیوستون سره لري.  په دې لړ کې د پاکستان د حکومت هغه پلمه چې وايي په دې اقدام سره یې امنیت ټینګول اصلي موخه ده، هیڅ واقعیت نه لري ځکه هلته د نا امنۍ او تاوتریخوالي اصلي وجه بیا هم خپله د پاکستاني واکمنو هغه ناروا کړنې دي چې د څو ناچیزه ډالرو ترلاسه کولو لپاره یې د پردیو په اشاره ترسره کوي اوپه ترڅ کې یې ترلاس لاندې خلکو باندې ظالمانه یرغلونه پیل کړي دي. دغه راز دا هم معلومه ده چې د پاکستان د پردیپالې پالیسۍ له امله د یاد هېواد زرګونه علماء ،ځینې سیاسیون او څه قومي او بانفوده شخصیتونه هم سخت ګیله من او پرېشانه دي چې آن له تېرو شلو کلونو راهیسې یې په سلګونو مظاهرې، احتجاجونه او پرلتونه ترسره کړي اولاهم دوام لري.مطلب دا چې پاکستان کې د نا امنیو منځ ته راتلل هیڅکله اوپه هیڅ صورت پر ډیورنډ کرښه آزادانه تګ راتګ سره تړاو نه لري، ځکه ددغو ولسونو ترمنځ د تلو راتلو اړیکې د پېړیو نه، بلکې د زرګونو کلونو مخینه لري، بلکې لا دا هم ویلی شو چې د پاکستان له خوا د لارو دغه شان بندول او بې وسلې حق غوښتونکو سره دا ډول سخت چلند به یقیناً د خلکو خپګان لا زیات او هلته به تاوتریخوالی ته څو برابره نور هم شدت ورکړي . نو ښه به دا وي چې د پاکستان نظامي ادارې له مسلمانو عوامو سره پرخپل چلند له سره فکر وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button