افغانستان

د ډبرو سکرو د پروسس مرکزونه او کرنیز کمپلکسونه جوړیږي

د ریيس الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۲۱مه غونډه کې په یو شمېر ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس، بسته کولو، تشونې او بارولو د مرکزونو پر جوړولو بحث وشو
ویل کیږي چې د ډبرو سکرو د پروسس دغه مرکزونه به په پکتيا، پکتيکا، خوست، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې جوړ شي.
دغه راز دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري په بلخ، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د شپږو کرنيزو کمپلکسونو د جوړولو طرحه اقتصادي معاونیت ته سپارل شوې، چې  ددغه معاونیت تر کتنې وروسته به د منظورۍ په موخه د مشرتابه مقام ته واستول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button