بېلابېلې لیکنېلیکنې

د کابل – کوالالمپور تر منځ د اړیکو  نوی باب!

 

شاهد الله رحیمي

په کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت مرستیال

د روان کال د اپرېل په ۲۳ مه لوړ پوړی مالیزیايي پلاوی چې کابل ته د رسمي سفر په موخه راغلی و،بېرته کوالالمپور ته ستون شو.

یاد پلاوی چې مشري یې د ماليزيا بهرنیو چارو وزارت کوله ترڅنګ یې د لومړي وزیر د دفتر مشاورین، کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت مسوؤلین هم شامل وو، له سفره يې موخه د افغانستان د اوسني وضعیت ارزونه، په کابل کې د لومړي ځل لپاره د خپل ډیپلوماټیک حضور په اړه غور او په عموم کې د افغانستان د هر اړخیز حالت بشپړ راپور د مالیزیا لومړي وزیر ښاغلي انور ابراهیم دفتر ته چمتو کول وو، تر څو راتلونکي کې د نوموړي احتمالي سفر چمتو کولو کې ګتور ثابت شي.

دا سفر په داسې حال کې تر سره شو چې د کوالالمپور او کابل تر منځ له فتحې وروسته په اړیکو کې نوی باب پرانیستل شوی، په تېر یوه کال کې مالیزیا په کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت ته د نوي افغان حکومت دوه تنه ډیپلوماټان ومنل او یاد هېواد کې افغان ډیپلوماټانو رسماً د سفارت چارې پيل کړې، د ګمارل شویو ډیپلوماټانو له لوري په یاد سفارت کې د ا.ا.ا. بیرغ پورته او اوس د یاد سفارت چارې په عادي بڼه مخته وړل کېږي، برسېره پر دې په مالیزیا کې د مېشتو افغانانو هر راز ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ ټولو افغانانو ته هر راز قونسلي خدمات هم وړاندې کېږي.کوالالمپور،چې تر دې وړاندې یې په کابل کې ډیپلوماټیک حضور نه دی لرلی اوس لېواله دی، چې له نوي افغان حکومت سره په بېلا بېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو نوی باب پرانیزي او ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي، په همدې موخه یې کابل ته په وروستي سفر کې د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال، بهرنیو چارو، کورنیو چارو، ملي دفاع، عامې روغتیا، سوداګرۍ او صنعت، کانونو او پټرولیم وزارتونو له رهبرۍ سره بېلا بېلې لیدنې ترسره کړې.

مالیزیا د آسیا په سویېل ختیځ کې یو پرمختللی هېواد دی، چې له افغانستان سره د خپلو اړیکو په لړ کې همېشه بې ضرره او دوست هېواد پاتې شوی دی، په اسلامي نړۍ کې یو له هغه هېوادونو څخه ګڼل کېږي، چې د مسلمانانو د دفاع او حقوقو د ملاتړ غږ پورته کوي،په ځانګړي ډول په غزه کې د روان صهيونستي یرغل په مخالفت کې د نورو ټولو اسلامي هېوادونو په منځ کې ماليزيا له ټولو وړاندې ده.

له کابل سره د کوالالمپور لومړنۍ اړیکې د شوروي یرغل په وړاندې د جهاد پر مهال په کوالالمپور کې د دفتر په پرانیستلو پیل شوې، چې وروسته بیا هماغه دفتر په سفارت بدل او تر ننه د یاد سفارت له لارې د دواړو مسلمانو او دوستو هېوادونو ترمنځ اړیکې پالل کېږي.

دا مهال په یاد هېواد کې لسګونه افغان سوداګرو پانګونه کړې،چې لویو تجارتونو یې افغانستان د مالیزیا وګړو ته پېژندلی دی، ترڅنګ یې سلګونه افغان محصلین هلته په مختلفو ایالتونو کې په زده کړو بوخت دي، ګڼ شمېر افغان کډوال چې په تېرو څو کلونو کې د مختلفو لاملونو له امله یاد هېواد ته کډوال شوي، هلته استوګنه کوي.

مالیزیا د هغو هېوادونو په قطار کې ځای لري، چې نوی افغان حکومت ورسره د ښو او دوستانه اړیکو جوړولو په برخه کې زیاته لېوالتیا لري، په وروستیو مجالسو کې افغان لوري هر يو له خپل اړخه په مختلفو برخو کې د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې غوښتل چې مالیزیا په اسلامي نړۍ کې د شته موقف او نوم څخه په استفادې له مسلمان او دوست هېواد افغانستان سره، چې تر اوږده جنګ وروسته د پرمختګ مزل طی کوي، مرسته او لاسنیوی وکړي.

کابل ته د مالیزیايي لوړ پوړي پلاوي تر سفر وروسته به د مالیزیا دولت په کابل کې د سیاسي استازولۍ په پرانیستلو او په راتلونکي کې د لومړي وزیر ښاغلي انور ابراهیم په احتمالي سفر غور وکړي، تر څنګ به یې په مختلفو برخو کې له ګڼو ادارو سره د همکارۍ نوي فرصتونه ایجاد او ګډه همکاري پیل شي. پای

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *