افغانستان
د کابینې غونډه؛ د اوبو د ضایع کېدو پر مخنیوي بحث وشو
پرون ماښام چې د کابینې په ۱۷مه غونډه کې د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي پر اجنډا او لارو چارو بحث شوی.
یاده غونډه د رییسالوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه چې د غونډې ستره برخه پکې د اوبو د ضایع کېدو د لارو چارو مخنیوی و. په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د اوبو د ضايع کېدو د مخنيوي په اړه څېړنې وکړي او وروستی راپور د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
همدارنګه یاده غونډه کې د اوبو د تصفیې شرکتونو ته سپارښتنه شوې چې له ښارونو لیري د اوبو د تصفیې چارې ترسره کړي.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې افغانستان له پراخې وچکالۍ او د اورښتونو له کمښت سره مخ دی.