افغانستان
زابل کې د افغانیو د ترویج کمپاین پیل شو
شریعت: د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین، د کالدارې د مخنیوي او د افغانیو د ترویج په موخه کمپاین پیل کړی دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالحنان جابر وایی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس یې په دغه ولایت کې د افغانیو د ترویج په موخه کمپاین ترسره کړی او په دغه کمپاین کې له خلکو غوښتنه شوې چې په افغانیو راکړه ورکړه وکړي. نوموړی زیاتوي، لازمه ده چې د افغانیو ارزښت لوړولو لپاره ټول په ګډه لاس په کار شي. په خبره یې، د افغانیو ترویج د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
د کلات ښاریانو په خبره تر ټولو اړینه دا ده چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي چې په افغانیو راکړه ورکړه وکړې.