کاغذ

زما نظر دادی

سالمزی

زما نظر دادی چې د سلواغې ۲۶ مه، د زمري ۲۸ مه، دوږی نهمه او د غوایې اتمه د افغانستان په تاریخ کې هغه له ویاړ او برمه ډکې ورځې دي چې تاریخ به یې هیڅکله هم له یاده و نه باسي او راتلونکي نسلونه به د خپلو پلرونو او نیکونو په دغه تاریخ جوړوونکو کارنامو فخر کوي، موږ باید له دغه حماسه زیږونکو کیسو درس او عبرت واخلو خپل استقلال وساتو او د دغه ورځو درناوی وکړو په یووالي او خوښۍ سره یې په شانداره مراسمو سره ولمانځو او د خپلو اسلافو د میړانې او شهامت ویاړ او یاد یوځل بیا را تازه کړو او نړیوالوته ثابته کړو چې افغانان یواځي د تورې اتلان نه بلکې په لویو امپراطوریو د واکمنۍ او هغوی ته د تمدن د انتقال ویاړ هم لري او د نړۍ زیات شمیر هیوادونه چې اوس مستقل دولتونه دي او زموږ د قربانیو په پایله کې یې د استعماري طاقتونو له جغ څخه آزادي خپله کړی زموږ پوروړي دي د بیلگې په توگه د هند په آزادۍ کې د سید جمال الدین افغان نقش او رول باید له پامه ونه غورځول شي. همدار نګه د روسي اشغالگرو په مقابل کې د افغان مجاهدینو جهاد او میړانه چې بالاخره د لس کلنې اوږدې مبارزې او جهاد په پایله کې روسي ځواکونه تېښتې ته اړکړل باید وستایل شي چې د وخت شوروي اتحاد یې په روسیه بدل کړ او سوپر طاقت یې د صفر تر کچې را ټیټ کړ خوله بده مرغه چې ددغه جهاد مثمره نتیجه (اسلامي نظام) په نفاذ کې بیا هم د شرق او غرب دواړو استکباري طاقتونو د دسیسو او د هغوی له لوري د ځینو روزل شوو ایجنټانو چې زموږ ملت کې یې قومي ریښې درلودي په لومو کې راښکیل او د دغه مهم هدف په لار کې خنډونه او ستونزې ایجاد شوي او په دې بریالي نشول چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شي.خو یو مهم هدف چې د هیواد خپلواکې وه هغه موترلاسه کړه او ۲۶ نور محکوم هیوادونه مو د سورښامارله کومي راوایستل. د نړۍ له کرې څخه د کمونیزم جنازه پورته شوه دوارسا پکټ مات شو د برلین دیوال و نړید چې دا د افغان مجاهدینو د جهاد پایله وه، د شوروي اتحاد په ړنگیدو سره توره ایږه چې د سورښامار له ویرې په غار کې پټه په کمین کې وه په افغان مجاهدینو دغه وخت چې بل سیال یې نه درلود، د برید تا بیه ونیوله چې گواکي افغانان نورله جنگ ستړي شوي او نور توان نلري چې زموږ مقابله وکړي د یوې جعلي دسیسې په پلمه چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۱مه په امریکا کې رامنځ ته شوه، په افغانستان برید وکړ د هغه وخت د طالبانو واکمنې یې ړنگه کړه او د شمالي ټلوالې په ملاتړ یو گوډاگی د امریکایې حمایت نه برخمن دوه سري د ولت رامنځ ته شو په مقابل کې یې بیا طالبانو خپلې لیکې منظمې کړې او د امریکا او ناټو ایتلاف پرضد یې خپل عملیات پیل کړل چې د شل کلنې اوږدې جگړې په پایله کې امریکا او ناټو مجبوره شوه زموږ له هیواده خپلې پښې وباسي چې دا د یوې پيړۍ په لړ کې د دري سترو امپراطوریو د ماتولو ویاړ الله رب العزت یواځي افغانانوته ورپه برخه کړ نولازمه چې زموږ د مجاهدینو دغه قربانۍ با بیزه ونه گڼل شي قدریې وشي معامله پري ونشي د خپل ځوریدلي او مجاهد ملت د قربانیو درناوی وشي خپل دغه مجاهد ولس ته غیږ پرانیزي په زخمونو یې مرهم کیږدي غوښتنوته یې ځواب ووایې او پوښتنوته یې غوږ کیږ دي زموږ مؤمن او قهرمان ملت د اشغالگرو په مقابل کې بې ساري قربانۍ ورکړي او د دغه قربانیو په پایله کې یې خپل گران او محبوب هیواد، د پردیو له ناولو منگولو ژغورلی او خپل ویاړلی ملت ته یې استقلال او آزادي گټلې پکار ده چې د خپل مجاهد ملت د قربانیو قدر دانی وشي د سلواغې ۲۶مه چې د شوروي اتحاد د بدمسته سرو لښکرو څخه زموږ د هیواد، د خپلواکۍ له ۳۴مې کلیزې سره برابره ده خپل مجاهد ملت ته مبارکې وایم. لکه چې وایې آزادي په تشو خبرو نه اخستل کیږي له روسي ښکیلالگرو څخه مو دغه آزادي د یونیم میلیون شهیدانو په ورکولو او د لسگونو زره مجاهدینو د اعضاؤ په قربانۍ ترلاسه کړې لکه چې شاعر وایې:
دا وطن موڅه په سوال گټلی ندی
هر یو کاڼی یې زما په وینو رنگ دی
په دغه نابرابره جنگ کې یواځي افغان مجاهدینو ځاني او مالي زیان ندی اوښتی بلکي روسي ځواکونوته هم درانده مالي او جاني زیانونه واوښتل د نړیوالو رسنیو له قوله په دې لس کلن جنگ کې۱۳۵۰۰ روسي عسکر مردار، ۳۵۷۰۰ یې ټپیان او ۳۱۱ تنه یې د مجاهدینو له لوري اسیر نیول شوي دی. د ۵۰۰۰ زره په شاوخوا کې زرهي ټانکونه او نقلیه وسایط له منځه تللي او ۶۰۰ فرونده جنگی الوتکې او چورلکې هم تخریب او لمنځه تللي او د میلیونونو ډالرو په لګښت اقتصادي زیانونه ورواوښتل او بالاخیره زموږ له هیواده تیښتې ته اړکړل شول چې د سلواغې په ۲۶مه زموږ له هیواده وروستی روسی عسکر د حیرتان د پله له لارې چې د مجاهدینو بریدونو پري دوام درلود له اوښکو ډکې سترگې زموږ له خاورې سرټیټي ووتل او مجاهدین بریالي پلازمینې کابل ته ننوتل او د هند د بحر گرمواوبوته یې د ځان رسولو ارمان همداسي نیمگړی پاتی شو لکه چې شاعر وایې:
گونډو شو په گونډ وشو ټول جهان کې په گونډوشو
د گرمو اوبو پوري طرحه پلان کې په گونډو شو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *