سرمقالې

زموږ د ملي مبارزاتو یوه بله تاریخي ورځ !

نن د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د حوت میاشتې دریمه د کابل عمومي قیام پوره څلورڅلوېښتمه کلیزه ده. موږ د( ۱۳۵۸هجري شمسي) کال د حوت میاشتې دریمې نېټې هغې جمعې ورځې یادونه کوو چې د کابل ښارټول اوسېدونکي ځوانان،زاړه ، ښځه ، نراو دهر قوم اوقبیلې ټول وګړي دتکبیرله زړه لړزونکو نارو سره راووتل، دشوروي یرغلګرو اوهغوی دکورنیو لاس پوڅو پرخلاف یې شعارونه ورکول اوځای ځای یې دهغوی پرټاڼو او چونۍ ګانو یرغل هم پیل کړ. دتش لاسو ښاریانو په دغه پاڅون کې به خامخا یوشمېر بهرني اوکورني بې دینان هم وژل شوي اولس ګونه مبارزین په شهادت رسېدلي وي، خوورسره یې دوه ډېرمهم حقیقتونه هم ګردې نړۍ ته دلمر په شان روښانه کړل. لومړی خویې خپله ځینو پرديپالو افغانانو ته ښه په واضحه توګه وروښودله چې افغان مسلمان ولس په غوڅ ډول اوپه هيڅ صورت خپل هېواد کې نه دپردیو نظامي اشغال منلی شي اونه پردي افکار اوعقاید.دافغانستان پلازمینه کابل کې په یاده بڼه عمومي پاڅون بې له شکه دټولې نړۍ خصوصاً کمونیست بلاک او وارسا تړون لپاره دټول افغان ملت له خوا یو قاطع اوواضح پیغام وچې ددې مېړنۍ خاورې ټول مسلمان اوسېدونکي ددوی د یرغل، اشغال اوفرمایشاتو کلک مخالف دي اوکه دوی لاهم خپل ضد اولجاجت ته دوام ورکوي نو پرته له خوارۍ ، ذلت اوناکامۍ بل څه نه شي ترلاسه کولای، لکه چې اخرپای شورویان له همداسې برخلیک سره مخ اودلیست له سره پای ته هم راوغورځېدل.
دویم حقیقت دا وچې زموږ دهېواد ټولومېشت قومونو ملي وحت یې په خورا ښه ډول تمثیل کړ، ځکه په یادپاڅون کې ټولو قومونو ښه په اخلاص ګډون درلود ،ټولو سره دخپل هېواد دځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکي او دیني ،ملي ارزښتونو دساتنې اودفاع هوډ او هریو په دې لارکې دسرومال قربانۍ ته چمتو ولاړ و. دغه ډول پېښې زموږ دهېواد په ملي مبارزوکې له همدې امله دستراهمیت وړهم دي اوپه کارده چې تل ترتله یې یادښت ژوندی وساتل شي او راتلونکي نسلونه یې پرمنډ ترمنزله ځان ورسوي، خو ترڅنګ یې هغه اجیر اوبې ننګه اشخاص هم دپېغور اورټنې وړدي چې دخپلو ناچیزو ځاني ګټو په خاطریې داقلیتونو دحقوقو او دفاع په نامه دهېواد پاک زړو مسلمانانو کې قومي، سمتي اوژبني اختلاف راوپارول ،فتنې یې راویښې اوپه نتیجه کې يې یوځل بیا زموږ هېواد د صلیبیانو په لاس اشغال اوترشلو کلو پورې انتهايي لوی فساد او سختې بدمرغۍ سره مخ کړ.موږ دهمدغې تاریخي ورځې یادښت په ترڅ کې خپل ملت ته هماغه ډول ملي وحدت وریادوواوټینګارکوو چې باید زموږ ټول قومونه دتېرو څلورڅلوېښت کلونو ناخوالې، دکورنیو شخړو فجایع او دصلیبي اشغال فسادونه هيڅکله له یاده ونه باسي اوهرفرد د خپلو اولادونوته هم دا ورزده کړي چې هیڅکله بيا ددغسې فاسدوقومي ټیکدارانوپه شیطاني اوغرضي نارو ونه غوليږي او دتل لپاره په کلک هوډ سره دپردیو یرغلګرو اوهغوی داجیرانو پرخلاف یوموټی اومتحد اوسيږي.دحوت دریمې شهیدان دې ښاد اونېکمرغه اوپردي ګوډګیان دې تل خوار اوشرمنده وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button