تاریخ او جغرافیهلیکنې

شهید ملا سلطان محمد صابر

مازدیګر مهال مې تلیفون ور وکړ چې دښمن د ډېر لوی او پرا خ برید لپاره چمتوالی نیولی کېدای شي په مخامخ جګړه او بمبارکې دولس او مجاهدینو تلفات ډېرشي.
زما خو داسې خوښه ده چې دسیمې نه مو تکتیکي شاتګ کړی وای دښمن چې راشي دوه درې ورځې به تيرې کړي او بېرته به ولاپس ولاړ شي، د دوی دوتلو سره به موږ سمدستي ساحې ته راشو.
نو په دې توګه به هم دغلیم ټول مصارف ضایع شوي وي او هم به مو وګړي له زیاتو تلفاتو ژغورل شوي وي.
ده په ځواب کې راته وویل: توکل پرالله اوس خو مو دجګړې لپاره ټول تیاری نیولی ، وبه ګورو چې څه پیښېږي.
ما په تاکید همدا خبره ورته وکړه چې خارجي ځواکونو دلویو عملیاتو لپاره تابیا کړې ده ، موږ په اوسنې وضعیت کې دومره توان او امکانات نلرو چې په دومره لویه کچه جګړه وکړو.
آیا پوهېږئ دا شخص څوک و؟
هوکې ! دا شهید ملا سلطان محمد صابر و، او زه هم دامهال دنظامی کمېسیون مسئول وم، شهید صابر دجهاد په مهال دفراه له نوموتومجاهدینو څخه و، هغه شهید ډېر متواضع او خاکساره انسان و، الله تعالی ورته ځانګړې تقوا، دیانت او قوي هوډ ورکړی و.
دهغه دژوند ډېره برخه په جهادي خدمت کې تېره شوه.
شهید ملا سلطان محمد اخند چې دصوفي خدای رحیم زوی د مرحوم نظام الدین لمسی ، دفراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ دشيوان د کلي اوسیدونکی و، په ۱۳۳۶ لمریز کال کې زېږېدلی او دروسانو د جهاد مقابلې پرمهال په فراه کې دحرکت دیوې قوي جبهې قوماندان او دتېراسلامي امارت دواکمنۍ په مهال دهرات په شینډنډ کې دلوا قوماندان ؤ.
دامریکايي اشغال دجهاد په دوران کې دیوې مودې لپاره دفراه ولایت دجهادي مسؤل په توګه وټاکل شو.
همدا شان دفراه ولایت دنظامي کمېسیون دمسؤل په حیث یې دنده اجرا کړې ، بیا دشمال په حلقې کې دنظامي کمېسیون دفعال غړي په توګه جهادي دنده ترسره کړه.
شهید ملا سلطان محمد اخوند هم دروسانو او هم دامریکایی ښکېلاکګرو په وړاندې په کلک او پیاوړي هوډ مبارزه وکړه ،هغه په زرګونو مجاهدین دجهاد لپاره تربیه او تدریب کړل. شهید ملا محمد ابراهیم صابر چې وروسته دفراه ولایت لپاره مرستیال والي وټاکل شو دده مشر زوی خورا زړور او په نظامي چارو پوه مجاهد و.
دملا محمد ابراهیم صابر دشهادت وروسته د دوی دجهادي محاذ مسؤلیت دشهید حاجي ملا صاحب بل زوی ملا محمدطیب صابر ته ورترغاړي شو، چې په ډېره ښه توګه یې تر دې دمه خپله جهادي او ایماني فریضه سرته رسولې.
دحق دلارې دا لاروی ، دزرګونو مجاهدینو سالار، زړور او متقي انسان، بالاخره دشینډنډ ولسوالۍ د زېرکوه په سیمه کې د امریکايي ډرون په برید کې دمیزان دمیاشتې په درېيمه نېټه کال ۱۳۹۱ /لمریز کې په شهادت ورسېد، روح یې شاد او یادونه یې تل پاتې.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *