شپږ تنه بهر ته د اسعارو او اوسپنې د قاچاق په تور ونيول شول
شریعت: بلخ او هلمند کې شپږ تنه بهر ته د اسعارو او اوسپنې د قاچاق په تور ونيول شول. په بلخ کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو مسوولین وايي، چې د غیر قانوني اسعارو د لېږد په تور یې ۴ تنه نیولي دي. د کورنیوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر د دغه خبر په خپرولوسره ویلي، چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګرسرحدي پولیسو ۴ تنه هغه کسان نیولي چې غوښتل یې ۲۸ زره ۸۲۹ امریکايي ډالر ایران ته قاچاق کړي.
د یو بل خبر له مخی، د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د شپږمي امنیتي حوزې امنيتي ځواکونو په توپ غونډۍ سیمه کې له اوسپنې بار یوه عراده ټیوټا موټر نيولی دی.
د دغه ولایت امنیتي مسوولینو وایي، چې د امنیتی ځواکونو له اوسپنې بار یوه عراده ټیوټا موټر نیولی، چې غوښتل یې له هېواده بهر یې قاچاق کړي.
د مسوولینو په وینا، د دې قضيې په دوه تنه نیول شوي، چې دوسيې به یې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.