نړۍ

صهیونستان: د رفح اوسېدونکي دې خپلې مېنې پرېږدي

صهیونستو ځواکونو د رفح اوسېدونکو ته ګواښ کړی چې ژر تر ژره دې خپلې مېنې پرېږدي. صهیونست پلان لري چې د غزې پر دغه ښار ځمکنی برید وکړي.

د اسرایلو د پوځ راډیو ویلي، چې ښایي دغه امر پر رفح ښارګوټي تر عملیاتو وړاندې ورکول شوی وي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه رفح ښار کې د اسرایلو د هوایي بریدونو په پایله کې ۲۲ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

رفح ښار تر یو میلیون د زیاتو فلسطینیانو مېشت ځای دی، چې د جګړې له ویرې ورغلي دي او دغې سیمه کې د عملیاتو پیل کولی شي، ډېره مرګ ژوبله رامنځته کړي.

ورته وخت کې د مصر په پلازمېنې قاهره کې د غزې د اوربند په اړه خبرې پرون پای ته رسېدلي او د رسنیو راپورنه وایي، چې د ښکېلو خواوو ترمنځ ستونزه راپورته کوونکي مسایل لا هم شته.

رفح د مصر پر پوله له لویو ښارونو ګڼل کېږي، چې مساحت یې ۵۵ مربع کیلومتره دی او له قدس نه نژدې ۱۰۷ کیلومتره لیرې سوېل لوېدیځ طرف ته پروت دی.

بل پلو، د اسرایلي رژیم صهیونست پوځ منلې، چې د غزې په کریم ابو سلیم سیمه کې د حماس غورځنګ د راکټي برید په پایله کې د دوی درې پوځيان  وژل شوي دي.

حماس غورځنګ بیا ویلي، چې یاده سیمه کې یې د صهیونست اشغالګرو ځواکونو یو مرکز په نښه کړی، چې ګڼ شمېر عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته وخت کې د لبنان حزب الله ډلې ویلي، چې د اسرایلو شمال کې یې د دغه رژیم مهم پوځي ځایونه په نښه کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button