افغانستان
عبدالقهار بلخي د اسلامي همکاریو د سازمان په ۱۵مه سرمشريزه کې ګډون وکړ
بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت د نړیوالو سازمانونو مشر او ویاند عبدالقهار بلخي د اسلامي همکاریو د سازمان په رسمي بلنه د یاد سازمان په ۱۵مه سرمشریزه کې ګډون کړی.
وزارت زیاتوي چې عبدالقهار بلخي به په دغه سرمشریزې کې د ګډون تر څنګ د اسلامي همکارۍ سازمان له لوړپوړو چارواکو او د غړو هېوادونو له استازو سره هم لیده کاته وکړي.
د یادونې وړ ده چې یاده سرمشریزه وړمه ورځ د ګامبیا په پلازمینه بانجول کې پیل شوه چې دوې ورځې یې دوام وکړ.