ادبشعرونه

غزل

استاد فضل ولي ناګار

ستا د رحمت دریاب به کله په څپو راځي
نوره مې ساه له تلوسو نه په وتو راځي
دُعا که څو ده عبادت د کبریا په حضور
په تسلسل شرم٬ غیرت له پرښتو راځي
ما هم ځواني کړه نذرانه د کوم ارمان په هیله
وایي د رب حیا له دې سپینو ویښتو راځي
اوس زلیخا غوندې دیره یمه د لارې په سر
چې د یوسف کاروان د مصر له کوڅو راځي
د زړه واړه کور کې د لویې مینې شور وګوره
د ناګار خولې ته «أنا الحق» په زمزمو راځي
د ګلبڼ زمزمې.(087)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *