کابل جان د واورې سپین څادر اغوستی!
نن یې بیا څومره حسین څادر اغوستی!
له پامیره تر واخانه زېري وشول!
هغوی هم دا مرمرین څادر اغوستی!
خړې غېږې به یې وسپړي ګلونه!
جګو جګو غرو واورین څادر اغوستی!
غوړېدلې یې څېرې دي د بزګرو!
نن یې ګونځو ټنډو ورین څادر اغوستی!
د یو چا ورباندې یخ باد پیرزو نه دی!
خو ویاړ واوره کې ورېښمین څادر اغوستی!
شرافت ویاړ