افغانستان
غزني کې یوه ښوونځي ته سرپناه جوړېږي
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو باختر اژانس ته ویلي، چې د جاغوري ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د حیدر لیسې لپاره د یوې دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې یاده ودانۍ به ۱۳ اداري او درسي خونې او نورې اسانتیاوې ولري.