افغانستان

قمر خيريه بنسټ د هرات زلزله ځپلو ته۵۰ کورونه جوړوي

د قمرخیریه بنسټ مسوولین وايي چې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په سربلند کلي کې د ۵۰ کورونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د دغه بنسټ مرستيال احسان الله وايي، چې تر دې وړاندې يې د دغه ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې پر زیانمنو کسانو خوراکي توکي، جامې او خیمې وېشلې دي.په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس او له زلزله ځپلو سره د مرستې د کمېسيون وياند مولوي احمدالله متقي وايي، هڅې روانې دي چې ژر تر ژره د پاتې کورونو د جوړولو عملي چارې پيل شي.
نوموړی دغه راز ټینګار کوي چې د استوګنې کورونه دې په پاخه او اساسي توګه جوړ شي او دوی به د دغو کورونو د جوړولو له بهیر څخه څارنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې هم د یاد ولایت د زنده جان ولسوالۍ په یوشمېر کلیو کې د استوګنې کورونو د جوړولو چارې په عملي توګه پیل شوې وې، چې اوس هم دوام لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button