افغانستان

لغمان ته څیرمه غره ښویېدنې ۴ کسان مړه کړي

د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار غر ښوېدلی؛ څلور تنو ژوند له لاسه ورکړی. د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د درونټې تونل څخه د لغمان ولايت په اوږدو کې د درنو اورښتونو له امله غر ښویېدلی دی.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې د دې غر ښوېيدنې له امله په يو الټو او ټوډي ډوله موټر کې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ټولګټو وزارت وايي چې دا لویه لاره یې بېرته د هر ډول موټرو پر مخ پرانیستې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *