ټولنه اوکلتور

له ديني طالبانو ۳ غو ښتنې

د شوال مياشتې په دوهمه لسیزه کې د ټولې جنوبي آسيا يعنې افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، هند او نورو هيوادونو په سلګونو ديني مدارسو کې نوی تعليمي کال شروع کېږي او د سلګونو مدرسينو تر څنګ په ميليونو طالبان د خپل تعليمي کال سلسله شروع کوي، له ننه يوه نيمه پېړۍ وړاندې يو څو بزرګانو د ديني مدارسو دغه نظام په (هند) کې شروع کړی دی، دا د هغو د اخلاص او هڅو برکت دی چې نن يې د مدارسو تعداد سلګونو زرو ته رسېدلی دی او د طالبانو تعداد يې ميليونو ته رسېدلی دی او دادی سږ کال د تعليمي کال د شروع تر مخه د تمهيد په شکل له ګرانو او معززو طالبانو څخه درې غوښتنې لرم:
لومړی غوښتنه مې داده چې کوم تعليم تاسې حاصلوئ، هغه د خپل ځان د ضرورت په فکر حاصل کړی، نه د مجبوريت په فکر، ځکه چې که موږ دغه تعليم د ضرورت په نيت ووايو، نو د همدې ضرورت د پوره کولو مطابق به يې وايو، اما که چېرې بيا خدای مکړه د کمې محبورۍ په نظر کې نيولو سره يې ووايو، نو د زده کړو ډول به مو هم هغه شی وي او دا محض يوه خبره نه ده،بلکې يو حقيقت هم دی چې ديني تعليم زموږ ضرورت دئ، هم انفرادي او کورنی ضرورت دئ او هم مو ټولنیز ضرورت دئ، بې له دې څخه زموږ ژوند بې هدفه او نيمګړی کېږي؛
مثلاً: د يوه مسلمان په صفت د قرآنکريم په صحيح توګه ويل او په هغه پوهېدل زموږ ضرورت دئ، نو اوس فکر وکړئ چې د دې د حاصلولو لپاره د کومو شيانو تعليم او تحصيل زموږ لپاره ضروري دی؟ همدارنګه بیا لمونځ او نور عبادات او فرايض په صحيح طريقه سره اداء کول زموږ ضرورت دی او د هغه لپاره ديني تعليم او تحصيل لازمي دی، له دې ورسته دا هم زموږ ضرورت دی چې د حلال او حرام د مراعتولو سره ژوند وکړو، د خپلمنځي حقوقو ادا کول او ټولنيزو اخلاقو او ادابو پر ځای کول زموږ د ژوند برخه وګرځي، دا ټوله بې له ديني تعليم څخه امکان نه لري، نو پر همدې اساس زما غوښتنه داده چې ديني تعليم په لومړي سر کې د خپل انفرادي ضرورت او وروسته د کورني او ټولنيز ضرورت په فکر کولو سره تر لاسه کړئ.
دوهمه غوښتنه مې داده چې کله د کورونو څخه د داوطلبۍ په نيت راووتلاست، نو بیا ئې په صحيح توګه وواياست او د ويلو ټوله تقاضاوې يې پوره کړئ، داسې نه لکه څوک چې يو لوی مارکېټ ته ولاړ شي، هلته ځينې شيان وګوري، د ځينو شيانو د نرخونو پوښتنه وکړي، ځينې شيان ښه سم سره واړوي را واړوي او په پای کې خالي لاس کورته راشي، دې ته په انګرېزي کي ’’ونڈو شاپنگ‘‘ وايي، بدبختانه زموږ په تعليمي ماحول کې هم اوس دغه ذوق پيدا شوی دئ، طالبان، ځينې کتابونه ګوري، ځينې استاذان او شيوخ ګوري، د ځينو علومو له اصطلاحاتو سره يوازې ځان بلد وي، ځينې کتابونه بيا د خپلو ملګرو لپاره انتخابوي، په دغه کې کلونه پر تېر شي او آخر بېله علمه صرف په نامه داوطلبۍ سره کورته راشي، داسې کول مطلق د وخت ضايع کول دي، نو کوښښ وکړئ، چې یو شی سم زده کړئ او علم تر لاسه کړئ، نو غوښتنه مې داده چې طالبان خپل د درس ترتيب داسې برابر کړي، چې په هېڅ صورت درس ناغه نه شي، پر وخت درس ته حاضر وي، سبق ته داسې کېني چې فکر يې هم په سبق کې ورسره وي، مطالعه او تکرار لازمي وکړي، د کتاب او استاد احترام وکړي او په کومه مدرسه کې چې درس واياست د هغې مدرسې د ټولو قواعدو او ضوابطو پابندي وکړي.
درېيمه غوښتنه مې داده چې د علم حاصلولو تر څنګ د تربيت او تجربې ترلاسه کولو تمرين او هڅې هم وکړئ، په مکاتبو او پوهنتونو کې د ساینسي مضامينو د نظري تدريس تر څنګ په لابراتوارونو کې عملي کار هم کېږي. موږ په خپلو درسونو کې يوازې نظري برخه وايو، خو په عملي ژوند کې ئې نه عملي کوو، مثلاً: په قدري او يا هم د فقهې په نورو کتابونو کې د لمانځه ترتيب او آداب وايو، اما په خپل لمانځه کې بيا د هغه د تطبیق هڅه او فکر نه کوو او که يې کوو نو هغه هم د نورو د لمونځونو څارنه کوو خپل لمانځه ته نه ګورو او يا هم په قرآن کريم او احاديثو کې د اخلاقو او ادابو سبقونه وايو، خو خپل ځان ته نه ګورو چې کوم اخلاق او آداب چې مې په کتاب کي ويلي، پر هغو عمل کوم که يا، او که په دې مسايلو کې هم د نورو د اخلاقو او ادابو څارنه کوو، له خپل ځان سره حساب کول په ډېرو کمو خلکو کې ليدل کېږي، ددې نتيجه دا کېږي چې علم خو تر يو ځايه پورې تر لاسه کوو، خو د عملي کولو هڅه يې نه کوو او دا خو ټولو ته معلومه ده چې بې عمله علم د تاوان حامل دئ.ځکه نو د طالبانو، استاذانو او حتی له خپل ځانه مې غوښتنه داده چې هر شی وايو او تدريسوو يې، په خپل ژوند کې د هغه عملي کول هم د دیني تعليم لازمي حصه ده، په دې سره علم هم با مقصده کېږي او د هغه ثمره او فوائد هم حاصلېږي، الله تعالی دې موږ او تاسو ټولو ته د دې توفيق راکړي. آمين يا رب العالمین.

مولانا ابو عمار زاهد الراشدي – ژباړن: احمدولي حقمل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button