لیکنېمقالی اوتبصرې

له نشه‌يي توکو سره مبارزه او د نړيوالې اجماع اړتيا

د اسلامي امارت مشرتابه د روان هـ ش کال د وري په ۱۴ مه نېټه د يو فرمان په ترڅ کې په هېواد کې د کوکنارو او چرسوکښت او د نشه‌يي توکو پر توليد، قاچاق او استعمال بنديز ولګاوو او سرغړوونکيو ته يې د شرعي احکامو مطابق د سزاء سپارښتنه وکړه.
د دغه فرمان پر بنسټ د هر ډول نشه‌یي توکو لکه شرابو، هيروئينو، شيشه، تابليت k او چرسو، کر، توليد، استعمال منعه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې هم د يو فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت کچه کابو صفر ته ورسوله.
خو کله چې د امريکا په مشرۍ ۴۸کفري هېوادونو په ۲۰۰۲ کال کې افغانستان اشغال کړ، سره له دې چې په ميلياردونو ډالر يې د نشهيي توکيو پر ضد مبارزې په نوم ولګول خو پايلې يې برعکس وې.
په افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو پلټوونکې ادارې د تېر کال د اکتوبر د ۳۰ مه رپورټ پر بنسټ ياد هېواد له ۲۰۰۲ کال راهيسې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې برخه کې ۸.۹۴ ميليارد ډالر لګولي دي او بريټانيا هم چې په افغانستان کې يې د نشه‌يي توکيو ضد مبارزې هڅو د همغږۍ مسووليت درلود، هرکال يې له دغو توکيو سره د مبارزې په برخه کې په ميليونونو ډالرو مرستې اعلانولې.له دې سربېره د نشه‌يي توکو پرضد د مبارزې وزارت، د کورنيو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معينيت، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې څارنوالۍ او محکمې په نومونو ادارې جوړې شوي او هر کال د کوکنارو کښت له منځه وړلو په نوم د ميليونونو ډالرو په لګښت کمپاينونه ترسره کيدل خو تر پايه نه د کوکنارو کښت کم شوه او نه هم د نشه‌يي توکو د قاچاق اصلي شبکې له منځه يوړول شوې، بلکې ټولې دغې هڅې نمایشي او د کوچنيو کاروباريانو پرضد متمرکزې وې څو لويو شبکو ته د لازياتې ګټې وټې او خوندي سوداګرۍ زمينه برابره شي.
دا چې په تېرو دوو لسيزو کې د هېواد هوايي حريم د بهرنيو يرغلګرو په واک کې وو، نو ويل کېږي چې نشه‌یي توکي د بهرنيو يرغلګرو له خوا په خوندي توګه د هوايي ډګرونو له لارې نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل.
دا چې نشه‌يي توکي د وسلو له قاچاق وروسته په نړۍ کې د ګټې وټې دويم درجه اقتصادي فعاليت دی چې هر کال کابو ۴۰۰ ميلیارد ډالره ګټه ورڅخه ترلاسه کېږي چې ډېره کمه برخه يې افغان بزګرو او نوره يې سترو مافيايي شبکو ته رسېږي.
که څه هم افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د نړۍ کابو ۹۰ سلنه کوکنار په کې کرل کېږي خو هغه کيمياوي توکي لاهم له بهره راځي چې ترياک پر هيروئينو بدلوي او همدارنګه د شرابو او ټابليټ k په نوم نشه‌يي توکي ټول له بهرنيو هېوادونو څخه افغانستان قاچاقېږي.
دا چې اسلامي امارت د تېر په څېر د نشه‌يي توکو پر وړاندې جدي مبارزې ته ژمن دی، پر ټول هېواد يې له حاکميت وروسته په لومړني اقدام کې په ډېرو کمو امکاناتو سره د کابل په شمول يو زيات شمېر ولايتونو کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو، درملنې او فکري روزنې کمپاين پيل کړ چې په ترڅ کې يې يو زيات شمېر معتادان راټول او تر درملنې لاندې ونيول شول او په يو بل رغنده اقدام کې يې د يو فرمان له لارې په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کر، توليد او قاچاق بنديز ولګاوو.
افغانستان يو کرنيز هېواد دی چې کابو ۸۰ سلنه وګړۍ یې په کرنه بوخت دي او د نفوس ۵۵ سلنه برخه‌یي په مستقيم او غيرمستقيم ډول د دغه سکټور له لارې د خپل ژوند چارې پر مخ بيايي. خو له بده مرغه د کافي اوبو او ځمکې نشتوالی، د کرنې نه ميکانيزه کيدل، دوامداره وچکالۍ او د مناسب بازار نشتون هغه ننګونې دي، چې لاهم د غلو دانو او نورو برخو کې پر صادراتو باندې تکيه لري. همدارنګه د عامې روغتيا وزارت د شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې کابو ۲.۵ ميليونه کسان په نشه‌يي توکيو روږدي دي چې ۸۵۰ تنه يې ښځې دي.
نړيواله ټولنه چې ځان د بشر په تېره بيا د ښځو د حقونو مدافع بولي، بايد د دغو کسانو د درملنې او د سالمو وګړيو په توګه بېرته ټولنې ته د راګرځيدو او افغان بزګرو سره د بديلو کښتونو چمتو کولو او د قاچاق لويو شبکو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي څو نړۍ او افغانستان د نشه‌يی توکو له شر څخه وژغول شي.

ابوالیاس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button