افغانستان

له نشه یي توکو لسګونو رغېدلو کسانو ته د حرفوي زده کړو زمینه چمتو شوه

له نشه يي توکو رغېدلي ۱۵۰ کسان، د یوه مکتوب له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د حرفوي زده کړو په موخه وروپېژندل شول.
ویل کیږي چې له نشه یي توکو دغه رغېدلي کسان به په حرفوي برخو کې وروزل شي.
یاد کسان چې د عامې روغتیا وزارت له لوري یې معیاري درملنه شوې وه او په بشپړ ډول رغېدلي دي، اوسمهال ورته په مسلکي او حرفوي برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا د زده کړو زمینه چمتو شوې ده.
ویل کیږي چې دغو ۱۵۰ تنو ته به په پینځو بېلابېلو برخو کې ۴ میاشتنۍ حرفوي زده کړې ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت سلګونو له نشو رغېدلو کسانو ته په بېلابېلو حرفوي برخو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button