افغانستان
له پاکستانه دافغان کډوالو غوښتنه
په پاکستان کې مېشتو یو شمېر افغانانو د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې، په اختر کې دې ورته د کډوالو په کارتونو او تذکرو افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړي. دوی وايي، د تګ راتګ سختو شرطونو له کبله خپل هېواد ته نهشي تللی. خو د تورخم انتظامي چارواکي وايي، تر اوسه ورته لوړپوړو چارواکو هم د سفري محدودیتونو د نرمولو امر نهدی کړی، نو ځکه د قانون له مخې بې له پاسپورټ او ویزې هېچا ته د تګ راتګ اجازه نهشي ورکولای.