افغانستان

له پاکستانه د افغان کډوالو د شتمنیو لېږدولو لار نقشه جوړیږي

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وايي، پاکستاني چارواکو یې دا غوښتنه منلې چې د افغان کډوالو د شتمنۍ لېږدولو کې ور سره مرسته وکړي. نور الدین عزیزي وايي، د دې شتمنۍ لېږدولو لپاره د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او اسلام اباد کې د افغان سفارت لپاره د دوی شارژدافیر په ګډه کا رکوي. نورالدین عزیزي هم له رویټرز سره په مرکه کې ویلي چې له پاکستاني لوري سره لیدنه یې دوستانه او پر سوداګرۍ څرخېده. نوموړی وايي، خپله لیدنه کې یې د افغان کډوالو د شتمنیو پر لېږدولو خبرې وکړې او په پایله کې په دې هوکړه شوې چې د افغان سفارت شارژدافیر او د پاکستان بهرنیو چارو وزارت به په دې برخه کې لار نقشه جوړه کړي. د نوموړي په خبره، دا شتمني د لسو یا سلو کسانو نه ده بلکې د ۱.۷ میلیونو افغانانو دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button