افغانستان

لوګر کې ګڼ لرغوني ځایونه کشف شوي

د اطلاعاتو او کولتور وزارت په خپل اېکس لیکلي چې لوګر ولایت کې د څلورو تاریخي ابدو په ګډون شپږ لرغونې سیمې او ۱۹ تاریخي کلاګانې کشف او ثبت شوي دي.
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې دغه لرغونې سیمې او تاریخې ابدې د مرکز پل علم په ګډون خوښۍ، برکي برک، محمد اغې، څرخ او خروار والسوالیو کې کشف شوي دي. ویل کیږي چې د دغو تاریخي سیمو او ابدو تاریخ د اسلام مبارک دین د ظهور او تر هغې وړاندې وختونو ته رسیږي. د لوګر د اطلاعاتو او کولتور ریاست په قول، اوسمهال په لوګر کې ۱۲ لرغونې سیمې، ۱۶ تاریخي آبدې، شاوخوا شل تاریخي کلاګانې، ۱۹ مشهور زیارتونه او ۶ تفریحي سیمې شته، چې له ډلې یې دوې تاریخي ابدې رغول شوې دي.
د لوګر ولایت د سیمې

په کچه مشهورې لرغونې سیمې او تاریخي ابدې لري، چې په محمدآغې ولسوالۍ کې د مس عینک لرغوني سیمه، برکي برک ولسوالۍ کې د سجاونډ او په خروار ولسوالۍ کې د کافرکوټ لرغونې سیمې د بېلګې په توګه یادولی شو.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بیاواکمنۍ سره په ټول هیواد کې د لرغونو ابدو بیارغونې ته پاملرنه شوې او همداشان د ګڼو تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *