افغانستان

مسکو په نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت د دریځ ننګه کوي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير وړمه ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره  کتلي‌او د مسکو-کابل پر دوه اړخیزو اړیکو یې بحث کړی دی.

د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وویل، روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلمنځيو اړیکوته لا وده ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا د سیمې له ټیکاو او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته کولی شي.

ښاغلي دیمیتري ژیرنوف په ډاګه کړې چې مسکو په نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت دریځ او نظر ته ارزښت ورکوي. نوموړي همداشان د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان کې په جوړېدونکې نړیواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د روسیې سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ افغانستان سره د مسکو له مرستو مننه وکړه.

مولوي عبد الکبیر  له مسکو څخه مننه کړې چې د تاتارستان په راتلونکې ناسته کې یې بلنه ورکړې ده. مولوي عبدالکبیر دغه راز له روسي پانګوالو غوښتي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button