افغانستان

ملي دفاع وزارت: د پاکستاني پوځ تورونه بې ځایه دي

د افغانستان ملي دفاع وزارت د عنایت الله خوارزمي له قوله په یوه خبرپاڼه کې د پاکستاني پوځ وروستي تورونه بېځایه او له حقیقته لرې بللي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي: د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینایي وګړو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له برید کوونکو سره د دوی همکاري په ډاګه کوي چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی.

خوارزمي پر افغانستان د دا ډول پېښو تپل له حقیقته د تېښتې او د پاملرنې د اړولو ناکامه هڅه بللې او غندلې یې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې اسلامي امارت له خپل لوري چین ته په دې تړاو ډاډ ورکړی او پیکېنګ هم ورته مسایلو کې د افغانانو نه‌ښکېلتیا درک کړې ده.

دفاع وزارت له پاکستانه د هغو داعش خوارجو د راوښتلو ځواب غوښتی چې هغه هېواد کې تنظمیږي او بیا افغانستان ته را اړول کیږي.

خوارزمي وړاندې څرګندوي چې د پاکستان امنیت او ټیکاو د افغانستان او سیمې په ګټه دی.

ملي دفاع وزارت پر افغان حکومت د پاکستان له خوا پر چینایي وګړو د برید تر پړې وروسته یاد وضاحت ورکړی دی.

د ویلو ده چې شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د داسو بند د قرادادي چینایانو یو موټر په نښه او پینځه سپاره چینایان پکې ووژل شول. له دې پېښې وروسته چینایي انجینرانو پر دغه بند له کارولو لاس واخیست. ویل کیږي چې داسو بند د اوبو د ډب کولو ستر بند دی چې له تېرو اوو کلونو راهیسې یې کارونه روان دي خو لا یې هم چارې نه دي بشپړې شوي.

یاد بانک د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د پاکستان او چین په ګډې همکارۍ جوړیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button