ملي دفاع وزیر د لوړپوړي پلاوي په ملتیا قطر ته روان شو
ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د دغه وزارت لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د یوه پلاوي په ملتیا پرون په یوه رسمي سفر قطر هیواد ته روان شول.
ملي دفاع وزارت لیکلي چې دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسله وال ځواک لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت پرون د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د دفاع وزیر او لوی درستیز د سفر په اړه ویلي چې دوی به هلته د قطر په ډیمیډیکس دفاعي غونډه او نندارتون کې برخه واخلي.
ښاغلی خوارزمي همداشان وایي چې افغان چارواکي به له قطري لوري د کابل-دوحې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو مسایلو خبرې اترې وکړي.
قطر هغه عربي هیواد دی چې له اسلامي امارت سره غوره اړیکي لري. د ویلو ده چې تر دې دمخه هم ملي دفاع وزیر دغه هیواد ته په یوه سفر تللی و.