سرمقالې

منځنۍ اسیا-افغانستان یو مسیر او یو پل

تر فتحې وروسته اسلامي امارت له منځنۍ اسیا سره سیاسي او اقتصادي اړیکې تر هر مهال ښې غوړولي. اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هیوادونو دا درک کړې چې د سیمې اقتصادي وده او ټیکاو له دغو دوو خطو پرته ناشونی کار دی. که د منځنۍ اسیا هیوادونه خپلو انرژیکي توکو ته په جنوبي اسیا کې بازار لټوي، له افغان خاورې پرته بله لار نه لري. دغه راز د جنوبي اسیا هیوادونه هم د ټرانزیټي توکو د لېږد په خاطر افغانستان ته اړتیا لري. دمګړۍ د منځنۍ اسیا له ګڼو هیوادونو سره زموږ اړیکې خورا په ښه دریځ کې دي. له اقتصادي راکړې ورکړې ورهاخوا نږدې له ټولو هیوادونو سره ډیپلوماټیکي اړیکې هم لرو. له شک پرته چې له دغو هیوادونو سره د اړیکو په رغولو کې اسلامي امارت ډېر زیار کښلی. نږدې وخت کې د ټاپي پروژې پر پیل بحث او د اسلامي امارت له خوا د ممکنه همکارۍ ډاډ یو بل څپرکی دی چې ښایي د افغانستان جیوپولوټیک اهمیت ورسره څو چند لوړ شي.وړمه ورځ د بهرنیو چارو ویاند مرستیال په خپل اېکس ولیکل چې د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د ترکمنستان په بلنه هغه هیواد ته روان شو. ویل کیږي چې په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د ریل پټلۍ عمومي رئیس او د برېښنا شرکت عمومي رئیس هم د مولوي متقي ملګرتيا کوي. حافظ ضیااحمد تکل ددې سفر موخه پر دوه اړخیزو مسایلو بحث او ټینګار بللی و.
تېره شنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل اېکس لیکلي و چې د یوه پلاوي په ګډون ښایي ایران ته ولاړ شي. وزارت لیکلي و چې دوی به د د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ایراني پلاوو ترمنځ د هوکړه لیکونو پر تطبیق او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحثونه وکړي.
هو؛ څو میاشتې وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوي ایران ته ولاړ او د هغه هیواد له چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، وسپنې پټلۍ، ټرانسپورټ، سوداګریزې راکړې ورکړې او نورو برخو کې لسګونه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
نننۍ نړۍ دقیقا پر تقابلونو او رقابتونو ولاړه ده، خو اوس د سیالیو بڼې بدلون کړی. ماډرنه نړۍ له نورو سره خپله سیالي د اقتصادي او ساینسي لارو پالي. هر هیواد هڅه کوي چې اقتصادي او ساینسي قوت ترلاسه کړي او نور تر خپلې ژامې لاندې کړي. هو، دا د انسان فطرت دی. د بقا په یوه قانون کې راځي چې که ونه خورې وبه خوړل شې. بل لور لوی هیوادونه هېڅکله نه غواړي خپل کلي کور ته اور راوړي. دوی خپل زور په درېیم ځای په فقیرو او نادانو هیوادونو کې ازمایي. که ملت بیدار او اګاه و، خو دغه اور سرغړاندي ته نه پرېږدي او که نه، همدوی د اور خاشاک شي.
دا یوازې منځنۍ اسیا نه ده چې اسلامي امارت د ورورۍ زړه ورته ښه کړی. نا، افغان حکومت تل ویلي چې له ګاونډیو هیوادونو سره نېکې اړیکې غواړي. له ایران سره راشه درشه او د اقتصادي پروژو پر تطبیق غور، چین سره د اقتصادي نښلون په موخه د واخان پر کنډو سړک تېرونه، له تاشکند سره غوره اقتصادي او سیاسي اړیکې او… د ازبکستان ولسمشر د ملګرو ملتونو د منځنۍ اسیا د هیوادونو په اقتصادي کنفرانس کې ویلي و چې افغانستان د منځنۍ اسیا یوه نه شلېدونکې او نه بېلېدونکي برخه ده او په داسې غونډو کې یې ګډون اړین دی.
د اسلامي امارت فرد-فرد تل ویلي چې دوی به هېڅکله چا ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هیواد پر وړاندې وکارول شي. افغان چارواکو دا بیانیه په یوه غږ پر ملي او نړیوال دریځ د نړیوالو تر غوږونو رسولې او دوی یې دې تلقین ته اړ ایستي چې افغان خاوره اوس د هیواد د رښتینو بچو په ولکه کې ده او له ځمکنۍ بشپړتیا یې هر ډول سرښندنې ته چمتو دي.
د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي تر لمر هم رڼه ده. له منځنۍ اسیا سره د برېښنا او د وسپنۍ پټلیو سربېره ګڼې نورې لویې پروژې هم لرو. له ګاونډیو هیوادونو او په ځانګړي ډول له منځنۍ اسیا سره راشه درشه مو له اقتصادي انحصاره ژغورلی شي او د یوه پر ځان بسیا افغانستان زېری راکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button