افغانستان

مولوي امیرخان متقي: د افغانستان واقعي انځور تر نړیوالو ورسوئ

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سره صليب د نړيوال فدراسيون د اسيا پسفيک د برخې مشر اليکسانډر متيو او مله پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې، د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نړیوالې سرې میاشتې چوپړونه، همکارۍ او فعاليتونه وستایل. ښاغلي متقي د سره صليب د نړيوال فدراسيون پلاوي ته د هېواد اړمنې سیمې په ګوته کړې او یادو سیمو ته یې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
متيو د بهرنیو چارو وزیر ته په افغانستان کې د نړیوالې سرې میاشتې د فعالیتونو او همکاریو راپور وړاندي کړ. ښاغلي متیو د سره صليب د نړيوال فدراسيون د اسيا پسفيک څانګې سره د افغان حکومت او په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو د وزارت له همکاریو مننه وکړه.
متیو وویل چې دوی په تېر یوه کال کې پینځو میلیونو افغانانو ته په روغتیا، اوبو رسونې او د طبیعي پېښو د مخنیوي برخو کې ۲۸ سویسي فرانک لګولي دي.
مولوي امیرخان متقي داراز غوښتنه وکړه چې د افغانان ولس د هر اړخیز لاسنیوي چارې نورې ګړندۍ او د روغتیا په برخه کې د لا ښو خدمتونو د ترسره کولو لپاره د داخلي روغتونو تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *