مولوي امیرخان متقي: پر بشري مرستو متکي افغانستان نه غواړو
د ملګرو ملتونو د مشورتي کمېټې ۲۱ غړو او یوناما په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر استازیتوب، د بشري مرستو پر اغېزمنتیا او په افغانستان کې د پرمختیايي پروژو پر ملاتړ خبرې شوې دي.
خبرپاڼه کاږي چې په دې کتنه کې مولوي متقي پر نشو د روږدو کسانو د درملنې، د یتیمانو مالي ملاتړ، خصوصي سکټور کې د ښځو پر فعالې ونډې او نورو مسایلو توضیحات ورکړي دي.
مولوي متقي په ډاګه ویلي چې افغان حکومت د اوږدمهال لپاره پر بشري مرستو تکیه نه غواړي او باید داسې پروژې پلې شي چې د افغانستان ملي اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي. خبرپاڼې د ملګرو ملتونو د مشورتي کمېټې د رییس بچار بونګ عبدالله پر حواله لیکلي چې افغانستان ته یې د سفر موخه د یوناما د چارو ارزونه ده او غواړي چې د افغان لوري لومړیتوبونه په ګوته او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته یې وړاندې کړي.