مولوي حنفي: د اسلامي امارت په راتګ سره په بشپړه توګه بدو کې د نجونې د ورکړې دود له منځه تللی
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي له بهر مېشتو افغان سیاسي شخصیتونو او سوداګرو سره په کتنه کې د هېواد پر روانو چارو خبرې اترې کړي دي.
ښاغلي حنفي په دغه ناسته کې ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره د مېرمنو حقونه خوندي شوي او اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي، چې د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي.
شیخ محمد خالد حنفي زیاته کړې؛ امر بالمعروف وزارت تېرو دریو کلونو کې د پینځه زره مېرمنو د میراث حق د اخیستلو او دوی ته د سپارلو سربېره په بشپړه توګه بدو کې د مېرمنو د ورکولو مخنیوی کړی.
ورته مهال یادو سیاسیونو او سوداګرو په دې لیدنه کې ویلي، چې هېواد ته په راتګ سره یې د افغان مېرمنو د حقوقو په تړاو اندېښنې له منځه تللې او زیاته کړې یې ده، چې نړۍ کې د افغان مېرمنو د حقونو اړوند خپرېدونکې اوازې بې مانا دي.
له اروپا راستنوشویو دغو افغانانو تر دې وړاندې له مولوي عبدالکبیر، مولوي عبدالسلام حنفي او مولوي امیرخان متقي سره هم لیدلي وو.