مولوي عبدالکبیر:کابـل کـې د اذربایجـان د سـفارت پـرانیسـته تاریخـي ګـام دی
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې کابل کې یې د اذربایجان د سفارت پرانیسته غوره تاریخي فرصت بللی دی.
سفیر الهام محمدوف ویلي: هیواد یې غواړي د اقتصاد، کرنې، تېلو او ګازو تر څنګ د ټرانس کسپین کوریدور په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي خو په دې برخه کې یې هیواد د اسلامي امارت هراړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.
مولوي عبدالکبیر الهام محمدوف ته د ښه راغلاست ترڅنګ په کابل کې د نوموړي د نوي ماموریت او سفارت پرانیستلو مبارکي ورکړه وې ویل، هیله من یم … 7مخ
چې ستاسې شتون به د افغانستان او اذربایجان د اړیکو په پراختیا کې مهم او اغېزمن واقع شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت له اذربایجان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا او د همکاریو زیاتوالي ته لېواله دی او تل یې د ناګورنو قره باغ په موضوع کې د اذربایجان له دریځه ملاتړ کړی دی.
مولوي عبدالکبیر وړاندې ویلي چې اذربایجان او افغانستان د ګډو دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکاتو ترڅنګ د یوه بل ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.
الهام محمدوف زیاته کړه، اذربایجان په افغانستان کې د امنیت پر تامین، د اداري فساد لمنځه وړلو او د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق په محوه کولو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت غواړي د افغانستان له جغرافیوي موقعیت څخه په استفادې د ترانزیټ او سوداګرۍ لپاره غوره شرایط برابر کړي، له همدې امله د اذربایجان له پانګوالو غواړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، اسلامي امارت به ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
مولوي عبدالکبیر د اذربایجان موقعیت او ترانزیټ ته په نغوتې وویل ، موږ غواړو خپل سوداګریز توکي له دې لارې د اروپا بازارونو ته ورسوو او په دې برخه کې د اذربایجان رول ډېر مهم دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د سیمه ییز ثبات، پراختیا او د همکاریو د دوام غوښتونکی دی، خو د سیمې ثبات د سیمې د ټولو هیوادونو په ګډ کار او همکاریو پورې اړه لري.
د یادونې وړ ده چې باکو له کابل سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او دغه هیواد تېر کال په خپل هیواد کې افغان ډيپلوماټان هم منلي وو.